نن د کانکور پایلې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د لوړو زدکړو وزارت مسوولین وايي چې نن له غرمې وروسته د کانکور پایلې اعلانوي.

د ۱۳۹۴ لمریز کال د کانکور ازموینه کې د ټول هېواد په سطحه شاوخوا ۲۰۰ زره تنو ګډون کړی و، چې د ازموینې فضا د تېرو کلونو په پرتله له فساده خوندي بلل کېدله.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي چې دوی به د دې کانکور پایلې نن له غرمې وروسته پخپله رسمي برېښنا پاڼه خپرې کړې.

د سرچینې له قوله د کانکور له ګډونوالو تر ۵۸ زرو ډېر د لوړو زده کړو موسسو او شاوخوا ۶۰ زره نور نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي.

ياده دې وي د کانکور پایلې په داسې وخت کې اعلانېږي چې په سړو سیمو کې د تعلیمي کال نږدې پنځلس ورځې تېرې دي.

نوي ګډونوال باید په پوهنتونونو کې داخلې، د پوهنځيو داخلې، د لیليې یا هم بدل اعاشيې لپاره منډې ترړې وکړې، چې ښايي میاشت وخت په بر کې ونیسي.

د خپلې ازموينې د پایلې معلومولو لپاره دلته کلیک وکړئ او در کړل شوې خانې ډکې کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د