افغانستان

امريکا د عبدالعزيز نورستاني په ګډون څلور کسان او دوه خيريه موسسې د ترهګرو په ډله کې شاملې کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): امريکا د اسلامي هېوادونو دوه خيريه ټولنې او د مرستندويه ټولنو څلور مسلمانان مشران د ترهګرو په ليست کې شامل کړل.په دغو کسانو کې وتلی ديني عالم، شيخ عبدالعزيز نورستاني دی چې د پېښور څمکنو کلي کې «جامعة الاثريه» په نوم ديني مدرسه لري، برتانوي الاصله پاکستانی جيمز اليکساندر مکلين ټاک دی، چې د الرحمة په نوم خيريه ټولنه لري او همدا رنګه نويد قمر او محمد اعجاز يې هم د ترهګرو د مالي ملاتړ په تور د ترهګرو په ليست کې شامل کړي.جيمز الکساندر مکلين ټاک برتانوی دی، چې اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي او اسلامي نوم يې قاري محمد يعقوب دی چې د الرحمة خيريه ټولنې مشر دی، د کونډو او يتيمانو لپاره خيريه کارونه کوي او ډېری فعاليتونه يې په قبايلي سيمو او افغانستان کې دي.

الرحمة موسسه، خلکو ته د څښاک د اوبو له پاره کوهيان باسي، جوماتونه او مدرسې ابادوي او د يتمانو کفالت کوي.

امريکا د نوموړې ټولنې پر مشر تور لګوي، چې له غربي هېوادونو د خيريه کارونو په نوم پيسې راټولوي او بيا يې «ترهګرو ته لېږي»

نويد قمر په کراچۍ کې اوسېږي، د يوې خيريه ټولنې غړی دی، مګر امريکا يې د ترهګرو ملاتړی بولي او په تور ليست کې يې شامل کړی.

محمد اعجاز په سعودي عربستان کې اوسېږي او امريکا د القاعده او نورو مخالفينو د مالي ملاتړ په تور په تور ليست کې شامل کړ.

امريکا د يادو کسانو او ټولنو بانکي حسابونه کنګل کړي او پر فعاليتونو يې د بنديز لګولو امر کړی دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکا يوازې هغه ډلې د ترهګرو په ليست کې شاملوي، چې د اسلام او مسلمانانو په نوم خيريه کارونه کوي او د خپلې دعوې لپاره کره ثبوتونه هم نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hashim Zahiri Afghan

امریکا ته اوس همدغه کارونه ورپاته شول ، د جنګ میدان کي خو یې …. وکړل اوس د میډیا او پروپاګند میدان ته راغله، او د مدرسو، خیریه ادارو او علماؤ پسي راواخستله. د شیخ ابو عمر عبد العزیز النورستاني حفظه الله صرف دغه ګناه ده ۱- چې ولې یو غټه او مشهوره مدرسه لري چي پښتونخوا کي د ۴۰ کاله راهیسي چلیږي او په سوونو هلکان او خویندي پکښي د قرآن او حدیث زدکړي کوي. او هر کال یو غټ تعداد ورونه او خویندي ورڅخه فارغیږي او په لسګونو ماشومان ورڅخه د قرآن حافظان کیږي؟ ۲- غریبو او لري… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x