عطا نور: څوک مې په زور له واکه نه شي لرې کولای

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي، چې څوک يې په زور له واکه نه شي لرې کولای او تر هغو به د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوي، چې تر څو ورته د ده د خوښې دندې وړانديز نه وي شوی.

عطا محمد نور ۲۰۰۴م راهيسې د بلخ والي دی، د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال نوموړي څو ځل هڅه وکړه، چې له دندې يې ګوښه کړي، مګر نوموړی په خپلو هڅو کې پاتې راغی.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې عطا نور به له دندې ګوښه کړي او واک ته له رسېدو وروسته يې د څلور دېرشو واليانو په ګډون عطا نور هم له دندې ګوښه او د ولايت سرپرست وټاکه، مګر هغه مهال هم د بلخ والي ګواښ وکړ، چې «د چا پلار يې هم له دندې نه شي لرې کولای.»

د بلخ سرپرست والي امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې ولسمشر غني بايد دی د والي په توګه ومني او له هغې وروسته دی کولای شي د بلې دندې منلو په اړه غور وکړي.

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال عطا نور د اشرف غني له سيال ډاکټر عبدالله سره ولاړ و او په زغرده به يې د عبدالله د حريف پر ضد څرګندونې کولې.

عطانور نيويارک ټايمز ته ويلي: «که زه د ولايت له دندې ګوښه کېږم، نو زما پر ځای به څوک راځي. دوی ما په زور له دندې نه شي ګوښه کولای، ما سره مې خپل خلک ولاړ دي او زه له دوی سره يم.»

د بلخ سرپرست والي، دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دوه اوونۍ وړاندې د نوي کال په ورځ د عطا نور پلويانو مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم انځورونه څېرې کړل او د نوموړي په پلويانو يې د نوروز مېله کې د ګډون بنديز ولګاو.

د بلخ اوسېدونکی او پخوانی جهادي قوماندان ستر جنرال جمعه خان همدرد وايي، چې د اجراييه رياست پلويانو د عطا نور په مشرۍ د هېواد په شمال کې زرګونو ميله سپکې او درنې وسلې پر خلکو وېشلي او دوی د خپلو موخو لپاره جګړو ته تياری کوي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د عطا نور او دوستم د پلويانو ترمنځ تاوتريخوالی کېدای شي يو ځل بيا د نويمو کلونو په څېر خپلمنځي جګړو ته لار هواره کړي، چې له امله به يې د هېواد امنيت او خلک له سختو ستونزو سره مخ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د