نظــر

بی پردی خبری – مُقبل کاروان

د تاریخ په سینه کی ثبت سوه چی وروسته تر دوولس کلنی جګړی د ناټو په وړاندی د طالبانو سیاسی دفتر په قطر کی د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۸ نیټه پرانیستل سو. د دی دفتر پرانیستل راز راز مفاهیم او غبرګونونه وپارول. طالبانو د ډیرو قربانیو په پایله کی وتوانیدل د افغان جګړی حقانیت د متجاوزینو په وړاندی ثابت او په نړۍ یی ومنی، د دوولسو کالو په دوران کی د بی کسو پښتنو په وړاندی توپونه ،طیاری،راکټونه او نور راز راز وسلی وکارول سوی بی شمیره انسانان ووژل سوه د کونډو او یتیمانو شمیر زیات سو توانمندۍ وازمایل سوی کلونه هم تیر سول خو افغانیت یوه لویه سلسله او لوی ملیت دی په وژلو نه خلاصیږی او په زور نه ماتیږی

د روسی تجاوز پر وخت هم ټوله جنګی تکنولوژی د هیواد په جنوب، شرق او مرکزی ولایتونو کی متمرکز وه اوس هم د امریکایانو هدفی ولایات معلوم دی په دواړو تجاوزونو کی بی شماره افغانان ووژل سوه حتی ودونه  په نښه سول ښځی په جمعی ډول ووژل سوی پوره دیرش کاله وژنی وازمایل سوی ، امریکایان هم لکه روسان ناوخته وپوهیدل چی افغان د ازادی څخه لاس نه اخلی او په وژلو هم نه خلاصیږی. نو داسی بریښی لکه چی عاقلانه لاره یی خپله کړی وی او د واک لیږد ته اماده سوی وی.

 امریکا او متحدینو یی د طالبانو تر راپرځولو وروسته هم ونه غوښتل افغانستان د یو ښه حکومت لرونکی اوسی د کرزی په حکومت کی نور کوچنی او محلی حکومتونه واکمن وساتل سوه مطلب د کوچنیو حکومتونو څخه تنظیمی او د ډلو د واک تمثیل دی چی کرزی پرهغه تسلط نه لری. عطامحمد نور په مزار کی د کرزی د واک د دایری څخه بهر وساتل سو لکه څنګه چی ټول هیوادوال وینی او اوری په کراتو نوموړی د رسنیو له لاری و جمهور ریس ته سپکی سپوری ویلی دی خو کرزی دا صلاحیت پیدا نکړ چی هغه د دندی ګوښه کړی. په کراتو رشید دوستم مسلحانه ناجایزه کړنی ترسره کړیدی حتی د مرکزی حکومت له لاری څارنوالی ته د ملی خیانت په تور ورپیژندل سویدی خو هیڅوک نسی کولای تحقیق ځنی وکړی اوس هم په شمال ولایاتو کی د سلاح په ویشلو مصروف دۍ. حاجی محمد محقق په کراتو د رسنیو له طریقه داسی څرګندونی کړیدی چی د کرزی واک یی چلنج کړیدی. حاجی ظاهر قدیر د کرزی د حکومت هیڅ قانون نه منی ګاهی افسر سی او د پولیسو په موټرو کی هیرویین لیږدوی ګاهی بی شماره تجارتی مالونه بیله محصوله د بهر څخه راوړی ګاهی هم د ولس د استازی نوم خپل کړی، خو کرزی بیچاره هرڅومره چی خواهش ځنی کوی چی محصول یعنی ټکس دولت ته تحویل کړی د قانون خلاف کار مه کوی سلاوی مه ویشۍ پر ښځو جنسی تیرۍ مه کوۍ خو هغوی وای دموکراسی ده خبره یی څوک نه اوری، د یوه جلاد او قوماندان سالار ( شجاعیی ) د وژنو مخه ټوله کابینه او دری لکه پوځ نسی نیولای دادۍ د کرزی مرکزی پیاوړۍ حکومت چی دی یی غوښتنه کوی. خلاصه په تیرو دولس کالو کی مرکزی واکمنه اداره جوړه نه سوه.د خندا خبره خو داده چی کله کرزی د سولی او قطر په هکله خبری کوی نو وایی موږ ملک الطوایفی حکومتونه نه منو افغانستان باید واحد ځواکمن مرکزی حکومت ولری لکه اوس چی په کابل کی سته.

داچی کرزی ټینګار کوی چی طالبان ورسره جوړی ته ورسیږی، یو مطلب یی دادی چی طالبان دی هم دجنګی مجرمینو سره  ( رشید دوستم،عطا، فهیم ،خلیلی محقق او سیاف)  په فساد کی شراکت وکړی او داسی فیصله ورسره وکړی چی پربنسټ یی طالبان هم د شتمنۍ په موخه اتم ونډ تر لاسه او په سهامی شراکت کی ورسره ګډسی ترڅو طالب مشران هم د لنډی مودی په دوران کی د بلډینګونو ، بانکونو او ځمکو خاوندان سی. دا د کرزی یو له مهمو وړاندیزنو څخه دی چی د سولی او خبرواترو لپاره یی طرحه کړیدۍ پرته له هغه هر ډول خبری او سوله د کرزی لپاره د منلو وړ ندی . د امارت نوم او اسلامی بیرغ د نامشروع پانګو په خطر کی لویدلو په معنی تلقی کوی. بل مهم مطلب د کرزی دادی چی طالبان باید د مفسدینو د ثروتونو د ساتنی ضمانت ورکړی.

که د امریکا هدف دا وی چی طالبان د رشید دوستم ، فهیم،عطا او محقق  سره د ولس په ځورونه او وژنه کی شریک سی دا به ناشونی خبره وی ځکه د دوی او طالبانو اهداف ډیر توپیر سره لری یا داچی امریکا  د ارادی له مخی پر افغان ولس د نوی ډول ظلم په لټه کی دی.

او که څوک داسی و انګیری چی کرزی به سولی ته تن ورکړی دا خوب او خیال دی هیڅ ډول سوله د کرزی ګټی نسی تامینولای او نوموړی غیرله تنظیمونو بله هیڅ تکیه ګاه نلری نه حزب لری نه قومی ملاتړ لری نه مسلحی ډلی لری نه ولسی ملاتړ لری ځکه مجبور دی د جنګی مجرمینو د سپیکر رول ولوبوی، یوازی او یوازی امریکا او تنظیمی کړۍ د اوسنۍ وضعی په دوام کی کرزی صاب قانع کولای سی که غاصبین او مفسدین له واکه لیری سی دا د کرزی د مرګ سره پرتله کیږی.

نو ځکه که څوک داسی فکر وکړی چی کرزی به سوله وکړی دا لویه اشتباه ده. او که په تیرو کلونو کی شراکتی حکومتونو ښه نتایج لرل نو بیا دی هڅه وسی چی شراکتی حکومت رامنځ ته سی او که نامتجانسه ایتلاف د ولس سره جفا او دوام یی ظلم دی نو بیا دی د تراژیدۍ د تکرار څخه ډډه وسی.

کرزی همیشه په وینا کی ویلی دی چی د طالبانو سره جوړه غواړی خو کله چی په قطر کی دفتر پرانیستل سو او د رشتیا میدان ته ودریدۍ نویی ویل چی طالبان باید خپل نوم او نښان د دفتر څخه ایسته کړی ، ده فکر کاوه چی دا ښه بهانه ده نور به دا بهیر تم سی خو کله چی یی ولیدل چی بیرغ او نوم ایسته سو نو بیا وای یو لړ نور ملاحظات سته چی باید حل سی. خلاصه کرزی نسی کولای د خپلو سکنی وروڼو ( دوستم،سیاف،محقق،فهیم او عطا) څخه بیل سی ، کرزی داسی ټولنه نسی زغملای چی په هغه کی د فساد دروازی تړل سوی وی، پر ښځو تجاوز ته د پای ټکی کښیښول سوۍ وی، د قانون حاکمیت او د توپکیانو نه شتون د کرزی لپاره د تحمُل وړ خبره نده. نو ایا بیا هم د سولی امید بیله بدلون څخه سته ؟

د افغانستان حکومت نه غواړی هغه لوی ستونځی حل سی چی د امریکایانو او طالبانو ترمنځ شتون لری او دا چی حکومت ټینګار کوی چی طالبان دی یوازی زموږ سره خبری او موافقی وکړی، یو سلسله طرحی او ملاحظات دی چی غواړی په طالبانو یی ومنی.لمړۍ ملاحظه یی داده چی طالبان باید د انتقالی عدالت د پلی کیدو څخه ډډه وکړی. بله ملاحظه یی داده چی د ډلو د مشرانو په لاسته راوړی نامشروع شتمنۍ تضمین کړل سی ، او بله غوښتنه یی داده چی د ډلو مشران د کلونو راپدیخوا د قانون په ماتولو عادت سویدی ځکه باید د قانون څخه مافوق وپیژندل سی ترڅو لاس یی خلاص وی او محدودیتونه ورته موجود نه وی. خو ارمانونه نمګړی پاته کیږی که افغان حکومت غواړی که نه غواړی ډیر ژر به د امریکا او طالبانو خبری د نړۍ په وړاندی پیل او طالب مشران به د ګوانتانامو څخه خلاص او تور لستونه به د تاریخ کندی ته وسپارل سی.

بده به نه وی د هندوستان ته هم اشاره ولرو ځکه ترټولو وارخطا معلومیږی داسی لکه کومه ګناه چی یی کړی وی دا چی هندوستان پیژندل سوی جنګی مجرمین پر افغان ولس د حاکمانو په حیث مناسب ګڼی علت دادی چی هغوی نه غواړی یو ځواکمن افغانستان ووینی د هغوی د احمدشاه بابا او غزنوی سلطان محمود سره دښمنی له یاده نه وزی یقنا اوس د پلورل سوو اجنټانو په وجود کی د افغان ولس څخه د انتقام په لټه کی دۍ ، افغان ولس پوهیږی چی پوره دوی لسیزی هندوستان د ډالرو په مټ په افغانستان کی وطن دښمنه عناصر د ولس په وړاندی پیاوړی کړیدی. همدا رنګه هغه عمیق مذهبی اختلاف چی د نړۍ د ټولو نورو مذاهبو په پرتله د مسلمان او مشرک ترمنځ شتون لری له نظره نسی غورځیدلای.هندوستان خپله دښمنی د افغان مسلمان ولس په وړاندی نسی پټولای، موږ د هندوستانی حُکامو کړنی په هند کی د مسلمانانو په وړاندی وینو، د هندوستان د حکومت په ملاتړ د ایودیا تاریخی مسجد ورانیدل او د کشمیری مسلمانانو سره ظالمانه چلند څرګندی بیلګی دی. افغانان د واحدی ایډه لوژی درلونکی حاکمیت ته اړتیا لری ترڅو په حاکمیت کی تضادونه شتون ونلری  لکه   طالبان، د هغو په حکومت کی فساد شتون نه درلود په هغه رژیم کی پر ښځو د توپکیانو جنسی تجاوزات شتون نه درلود، په هغه رژیم کی ټولو محلاتو د مرکزی اداری اطاعت کاوه نه داچی دوستم جلاحکومت وی عطا جلا پاچاهی وی محقق جلا واکداری وی او فهیم جلا حکومت وی خو ولسمشر خوشحاله وی چی زما نوم جمهور ریس دی، که د هغه رژیم سره نړۍ د نن په شان مرستی او همکارۍ کړی وای نن به په افغانستان کی د نړۍ په کچه یو بی مثاله قانونمنده اداره جوړه سوی وای.

مُقبل کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x