نظــر

شهید ریان بختور ده؛ په مظلومیت یې ډیر قلمونه وڅرخیدل!

 پتنګ انتظار

د شهید بشیر احمد ریان د سپیڅلي شهادت اونۍ پوره شوه

خو لیکوال ټولګي یې لا مظلومیت د اولس مخ ته څرګندوي، او د ظالم، له لوري شوې ناروا تقبیحوي او د خونخوار محاکمه یې غواړي.

څرګنده ده چ‌ې د دغه ځوان لیکوال مرموزي وژنه ډیره دردمنه، او د اندیښنې وړ ده، لکه څنګه چې پیښې شوې؛ ښایي په راتلونکي کې هم د ورته پیښو شاهدان واوسو، او دا هغه پیښې دي چې ویښ احساس یې د زغملو توان نه لري.

باید ووایو چې د غربي استعمار په روان استبداد پورې تړلې د هیواد په هر سمت، هر کونج او کناره کې
دغه پیښې ته ورته، ډیرې بوږ نونکې تر سره شوې؛
ډیرې پیښې د لیکوال له قلم څخه پاته شوې له یاد څخه وو تلې بیا یې چا یوه یاد آوریزه قدرې هم ونه کړه.

د ریان د شهادت له ورځې چې لیکوال ټولیو کومه سعیه کړې ده، او د دغه مظلوم شهید د واه معتصما د مظلومیت چیغه یې رسنیز ډګر ته رسولې ده
د ستایلو وړ ده.

هغه به ډیر نیک بخته وي چې بې روحه جسد یې تر کوره پورې د آخري دیدار د پاره ولیږل شي، جنازه پرې أدا کړل شي، قبر یې څرګند شي، او مظلومیت یې په یوه نعره، په ژبه، او قلم اولس ته ډاګیز شي.

خو په ټپي هیواد کې، ډیرې میندې د ظلم تیارو وژړولې، نه یې چا ژړا واوریدله اونه یې چا د اوښکو پاکولو ته فرصت پیدا کړ

نه چا ورته شهید بچی راوړ، چې د خپل کلي په هدیره کې یې دفن کړي، او نه یې چا د وروستي ژوند پلټنه وکړه.

باور وکړئ د ریان د شهادت په مناسبت هره لیکل شوې لیکنې راته د ظلم چړو خوړلې أفسانه یاده کړې، د هرې لیکنې له سر لیک سره راته، د پنجوایي، پروان، لوګر، وردګ، هلمند او…….

دهیواد په ګوټ ګوټ کې، د یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅیو له خوا، په شهادت رسول شوي او د لیکوال له قلم څخه پاته ګومنام شهیدان راپه یاد کړي، او د انساني عاطفي له مخې پرې دردیدلی یم.

ریانه!
ته بختور یې دلیکوال قلم لا در پسې اوښکې تویوي، خو ستا په څیر ډیر محصل زده کوونکي تری تم شول، نه چا پرې ولیکل او نه چا پرې وژړل.

أرواح یې دې ښاد وي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x