fbpx

 د دادمحمد ناوک، ناول «مسلمان»

محمدالله تبسم

ليکوال او شاعر محمدالله تبسم

ليکوال او شاعر محمدالله   تبسم

ویل کیږي چې هرنثر  یا شعر چې کله د هغه له تخلیق ګره لرې کیږي نو بیا یې تخلیق ګر ته اندازه کیږي چې په څه حال کې دی. زما د لیکلو ژبه که شاړه ده نو وي به. خو زه نن غواړم د دادمحمد ناوک پر مسلمان ناول یو څه ولیکم.

خبره داده چې اول خو باید ددې نوم انتخاب ته فکر وشي. ښه نوم دې ،پر ځای نوم دی ،او صحیح انتخاب شوی دی. د کتاب لپاره د کتاب دنوم په اهمیت باندې نړیوال کتاب لیکونکي یا کتونکی او یا کره کتونکي قایل دي. ویل کیږي چې د مغرب کوم لیکوال یو نظامي ناول لیکلې وو. او نوم یې ورته ایښې وو ( د شپې یوه بجه). چې ددې نوم له وجې چې یو اندیښنه پاروونکې نوم دی تقریبا زرګونو خلکو بې له دې چې پر کتاب خبر شي، او یا پر دې وپوهیږي چې دا د چا کتاب دی اخېستی وو. ځکه د شپې یوه بجه ، د نوم له کتلو سره به ذهن ته مختلف تصورات راتله.

همد اسې د ناوک همدا مسلمان نوم هم! ما چې کله دا نوم واوریده نو زه خو سره له دې چې  د ناوک د لیکلنو او د هغه د فکر د لارې سره تقریبا اشنا یم، نو هم مې ذهن ته د مسلمان په هکله دا وسوسه وه چې دا به اوس پر کوم اړخ غږیدونکی کتاب وي.

زه داد محمد ناوک پر دې نه نازوم ،چې دې یو اسلام فکره ځوان دی. او تل یې د هنر او پټې پردې له لارې هم د خلکو ذهنونه ته د اسلامي عقیدې او مبارزې اواز رسولی. ښه یې کړي، خو زه یې ځکه نه نازوم چې دا یې مسولیت دی او مسولیت باید ادا شي. البته دومره ورته قایل یم چې له نورو هغو چې همدا مسولیت ورله غاړې دی، یو څه ګړندې دی. خدای دې نورهم ښه کړي.

زه له خپل عادته یا د ژوند له مجبوریته اکثره د شپې له دوو بجو وروسته کتاب ګورم. مسلمان راته سمیع الله مجاهد راکړ او په هماغه شپه مې د شپې ولوست. ځکه چې تلوسه مې وه.

په عمومي ډول مې ناول خوښ شو. کرکټرونه او انځورګري پکې پر ډیر هنر شوې وه. رښتیا دا خبره هم راته ذهن ته راغله چې که مو فکر کړې وي نو د هیواد اوسني حالات د فزیکي جنګونو تر څنګ پر فکري جنګونو ډیر څرخیږي. هغه په مسلمان ناول کې چې پاپ خارجي پوځیانو ته د مسلمانانو او  طالبانو په خلاف کومه فکري روزنه ورکوي هغه یې ښه ثبوت دی. به حقیقت کې هم همداسې شونې ده . نو په داسې وخت کې د هغو خلکو فکر ته تغیر ورکول د ناوک دنده وه او هغه دنده ده په هنري پرده کې ادا کړه.

بله دا چې مسلمان ناول سړي ته دا هم ښیي چې دا جنګ د مادیاتو نه بلکې د عقایدو جنګ دی. صلیبیا ن د تیلو جنګ نه بلکې د اسلامي عقیدي او ددې عقیدې د ملا تیر  د مجاهد له د منځه وړلو جنګ پر مخ وړي.

کومو ملګرو چې لوستې! نو هغه د ډاګ قومندان دی که څه دی، هغه خو ماته ډیره جالبه وه. چې د همدې نظام عسکر په کوم ضمیر د خارجي مخې ته د کومو کارونو د کولو جرات کوي. رښتیا هم………….

نور ډیر فکري رازونو هم د مسلمان په لمن کې پراته وو. خو ځینې مجبوریتونه یا کمزوریانې انسان ته د ډیر څه لیکلو او ډیر څه ویلو او کولو مخه ډبوي.  نو زما هم مخه ډب ده او هم په خبرو کې داسې ډیر تکړه نه یم.

خدایه ! ناوک ته ددې مسلمان ناول په لیکلو کې د فکر کولو اجر ورکړې. امین

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د