fbpx
جګړن عبدالخبير شکيب

جګړن عبدالخبیر شکيب له سختو ټپونو وروسته ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): عبدالخبیر شکيب چې په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې په لومړيو کرښو کې و، له ټپي کېدو وروسته نن په روغتون کې ومړ.

جګړن عبدالخبیر شکیب چې په کندوز کې د ۱۱۱مې فرقې د دویم کنډک د لومړۍ ټولۍ قومندا ن و، په بدخشان، تخار، کندوز او فاریاب کې د طالبانو پر ضد جګړې کړې، چې تېره اوونۍ په کندوز کې پر ماین ور برابر شو.

د کندوز په دشت ارچي کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال قومندان عبدالخبیر شکیب پر خښ کړل شوي ماین والوت چې غبرګې پښې يې له لاسه ورکړې.

نوموړی له څو ورځو راهیسې پلازمېنه کابل کې تر درملنې لاندې و، خو نن سهار يې د مرګ خبر ورکړل شو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د قومندا خبیر شکیب د وژل کېدو خبر ورکړی او هغه يې «مهم» قومندان ګڼلی دی.

مجاهد لیکلي: «د کابل ادارې مهم نظامي قومندان خبیرشکیب چې څوورځې وړاندې په کندزکې ټپي شوی وو نن په روغتون کې له منځه لاړ.»

ياده دې وي په تېره یوه میاشت کې د ګډ حکومت درې لوړپوړي نظامي قومندانان په هلمند، لوګر او کندوز کې له منځه تللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د