شعـــــرونه

غزل: فضل الرحمن صادق

فضل الرحمن صادق

دلته ژوند د خپلواکۍ کارونه پريښي دي اوس
لکه چې مړو د نړۍ کارونه پريښي دي اوس

دوی ورور وژنې ته دښمن له امريکا راوسته
مونږ افغانانو د ورورۍ کارونه پريښي دي اوس

د يرغلګرو قافلې به يې له منځه وړلې
هغو ځوانانو د نيکۍ کارونه پريښي دي اوس

بنګړي دې راوړه بنګړيوالې مونږ بنګړي اچوو
دلته نرانو د نرۍ کارونه پريښي دي اوس

هغه رهبر لره يې وروړه چې يې هم واچوي
دې رهبرانو د ځوانۍ کارونه پريښي دي اوس

اوس مونږ ته ډول، مونږ ته رباب مونږ ته سورنی په کار دی
مونږ د ټوپک او ګردنۍ کارونه پريښي دي اوس

زه بندګي د پاک الله کړم د الله په ځمکه
ما د بنده د بندګۍ کارونه پريښي دي اوس

چې په هېواد کې امريکا او عيسوي غني وي
خلکو! رهبر د رهبرۍ کارونه پريښي دي اوس

د ازادۍ او خپلواکۍ جنګ ته به زه هم درځم
صادق غلام د غلامۍ کارونه پريښي دي اوس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x