محمد عمر صمد

بلجیم کې افغان سفیر له خپلې دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): بلجیم کې افغان سفیر محمد عمر صمد له خپلې دندې استعفا کړې ده.

عمر صمد ارګ ته په لیکلې استعفا پاڼه کې لیکلي چې بلجیم هېواد کې يې چارې بشپړې شوې خو پخپل هېواد کې يې لا هم چارې نه دي بشپړې شوې.

په بلجیم کې دغه افغان سفیر ويلي چې د بهرنیو چارو وزارت ته د چارو د ادارې له لوري په ور رسېدلي مکتوب کې نوموړی په ناټو سازمان کې د سفیر په توګه نه دی منل شوی.

عمر صمد وايي چې تر اوسه لا هم د ده د سفارت په اړه په حکومت کې ناندرۍ روانې دي او بهرنیو چارو وزارت حاضر نه دی چې دی په بلجیم کې خپل سفیر وګڼي ځکه تر خپلې دندې تېرېږي.

د چارو ادارې له لوري بهرنیو چارو وزارت ته په لېږلي مکتوب کې ويل شوي چې محمد عمر صمد د شمالي اتلانتیک تړون او اروپايي ټولنه کې د افغانستان د سفير په توګه ګډون نه شي کولی.

ياده دې وي ولسي جرګې او مشرانو جرګې دواړو په دې وروستیو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو استعفاوې اندېښمنوونکې ګڼلې او ويلي يې دي چې باید عوامل يې په ګوته يې شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بې نوم
میلمه
بې نوم

عوامل یې څرګند دي هغه داچې دغه دوه خرو هیواد داسې حالت ته راوستی چې د چنګیز ظلم پرې شرف لري. که هغه د خلکو وینې تویولې نو دوی دواړه یې سا وربندوي تر څو وښیي چې په طبیعی مرګ مړه دي.