ادبي لیکني

یو ځای ليکل او جلا ليکل

پوهاند م. ا. زيار 

اکسفورډ،۲ماپرېل ۱۶

ناخپلواک توکي(نه،د، له، په…) له کړونو او نومونو سره مه نښلوئ: نلرم، نکړم، نخورم، مخوره، لخوا ، ندی، پکورکې ،…

استثنأ: نشته، پخوا، (يوخوا- بلخوا) خدای مکړه، خدای دې نکړي، ستړي مشي، لپاره، پکې، مخکې،پخپله، ځانته، رامخته کول، پايته رسول…

(څو، ترڅو…) خو که هېڅ و نه کاروئ  هم، هېڅ تاوان به ونه کړئ او مټې به د پارسي ٌتاٌ  له پېښو پخشو شئ!

د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې د هرې الفبايي ليک لرونکې ژبې ليکدود (orthography) د پښوييز- مانيز يووالي او نه يووالي پر بنسټ ټيکاو لري ، يا يې بايد ولري. داسې چې ټول توکي يايوونونه ( يونېټونه) يې د يووالي په پار سره يوځای ليکل کېږي او د نه يووالي په پارسره بېل بېل. دغلته لږ و ډېر دود او خورمنځ (سليقه) هم په پام کې نيول کېدای شي، لکه واخلې دغه کړول يا قيد (لږوډېر) پيوستول پښوييز- مانيز آر نه زيانمنوي، او د تړ ښتي يا جوړه کړول يا قيد (ترکيبي يا عطفي قيد) په توگه هم بايد همداسې پتليز وکښل شي، خو ښايي پر سترگو ښه ونه لگي. په دې کې خو څه شک اړنگ نشته چې زموږ  دوديز پښتو ليک د عربواو پارسيوانو په پليونۍ په پښتوکې د خپلواکويووستوو،اوڅه ناڅه بېلښتي او تړښتي (اشتقاقي اوترکيبي) وييونو جلا جلا ليکل له هماغو لومړيو راهيسې رادود شوي دي او ښايي،ليکوالو يې  په کښنه کې دا جلاينه څه ناڅه په پام کې نيولې وي، خو په لېږد رالېږد (نقل و انتقال) او بياچاپي بهيرکې يې هغسې نه وي پاتې شوې؛  مگر د ناخپلواکو کوشنيو وييونو يا اداتو (←وييکو) ربړه مو له آره، د دواړو ژبو، او بيا پارسي هومره لا تراوسه  سمه سهي هواره کړې نه ده، هم يې په خپلو کې سره نښلوو او هم يې له کړونو او نومونو سره!

]هرگوره، د ايراني او افغاني پارسيوانو تر منځ يوازې د کړونو دنفې (نه) او نهې (مه) وييکو د نښلونې يا يوځای ليکنې شخړه څه ناڅه لا روانه ده. [

ډېری پښتو ليکوال ، په تېره ځوان ليکوال  يې له خپلواکو وييونو (نومونو او کړونو) سره نښلوي.  هماغه خبره ده چې ٌ څه ژرنده پڅه او څه غنم لانده ٌ: يوخوا له  لويه  سره (فنيقي آری!) عربي ابېڅې او ليکدود د لاتين ليک پر خلاف په بشپړه توگه د مخاوي (کو نترست)، په نورو ټکو، د پښوييز- ما نيز يووالي او نه يووالي پر بنسټ نه دی ايجاد شوی، او بلخوا زموږ  پښتو ژبې د ټولنوټيز (اجتما عي- اقتصا دي) بشپړ تيايي بهير تر اغېز لاندې سو سيو- لنگو ېستيکي بهير لا تراو سه له ټبريز- سيمييز گړدودي پړاوه، ژ بني دې ته لوړتيا نه ده موندلې، په نورو ټکو،  ٌ يوه- يوازېنۍ-کره ليکنۍ پښتوٌ  مو لا راخپله کړې نه ده؛ ]دا که لا، يوخوا زموږ خپلې سيمه ييزې- ټبريزې ناندرې او ناخوالې، او بلخوا د ٌاتلانتيک ټلوالېٌ  او ٌپاک- ايرانٌ  په  لمسه او بلوسه د ٌ شمالي ټلوالېٌ  پښتني ضد ننگونې او جنگونې همدا سې مخ پر بره روانې وي، ښايي ، له هغه ۱۲۰۰ کلن ژبنی- فرهنگي زبېښا که مو اتياکلنه ازادي له نشته برابره کاندې![

زموږ  د دغه راخپل کړي ليک سېستم يوه نيمگړتيا داده چې د يوه ويي له رغنده توريو(حروفو) څخه يوشمېر په سروپای او منځ کې  نښلول کېدای شي، لکه (ب، ت،ټ،چ،ځ، څ،خ، س…) خوځينې يې يوازې په پای کې نښتيا موندای شي، لکه (ا، د،ډ،ذ، ر، ړ، ز،ږ،ژ، و) او يو نيم توری، تش پای ته په نانښتې بڼه ډول ځان راڅرگندوای شي، لکه زموږ زور واله يانرمه (ی) ، لکه په (ځای،ريدی) کې، او زورکيواله (ۍ) پای ته په نښليولواو نا نښليولو دواړو بڼو، لکه په (نړۍ،شړۍ) او (تڼۍ، ماڼۍ) کې، که نه، (ی) په سرومنځ و پای کې  په نښلولې بڼه له لنډې (ي) سره ټکرېږي او (ۍ)  په سرو منځ کې!

په هره توگه، تر هغې چې د غږيزې ابېڅې (فونيميکي الفبې) او ٌيو-ليکني معيارٌ خوب مو رښتياينه مومي ، د نور ډېرو ربړو او بيا ليکدود په لړکې  به مو  ٌيوځای ليکل او جلا ليکلٌ  هم د پزې پېزوان وي او د آينشتاين د سپار ښت پر خلاف به مو ورسره انرجي بېځايه لگېدلې اوسي؛ چار ناچار به يې په او سني  ليک کې د کېدون تر بريده د کاغز او سکرين پر مخ يو څه هوا روو، خو ، ټوليزوالی او دودوالی يې دٌ يوې- کره ليکنۍ پښتوٌ  او بيا سر څڼې او سيالۍ غورځاوڼو او مينه والو او بيا سيندکښانو(فرهنگنويسانو) ته پر ېږدو!

 بويه، د دې ترخو رښتياوو منښته هم وکړو چې  د وييونو او وييکو جوليز  جلاوالی له لويه سره، ټول اړتيا وړ وتونه (spaces )، نه پخوا په ليک ما شين او دوديزچاپ کې سمبالېدل، او نه له بده مرغه په اوسنې کمپيوټري سېستم کې-  له دغه الکترونيکي اوزار  سره هم تراوسه سمه سمبالتيا مو ندلې نه ده، دا ځکه چې له دغه پلوه هم  راباندې عربي سېستم واک چلوي او د ځوان کمپيوټري پښت له نوښتگرانه هاندو هڅو سره سره سم سهي خپلواک فونټونه ځنې نه دي ترلاسه شوي!

دادی، د سکالو د ښه ترا پوهاوي په موخه اړتياوړ ژبني توکي سره په لا ندې ډول ډلبندي کوو:

لومړی : وييکي يا پارتيکلونه particles) }← پښويه ۲۰۱-۲۱۳{ هغه ناخپلواک ناړووني (نه گردانېدونکي) يووستوي کوشني وييونه (ته،په، کې،د، له، هم، او…) دي چې پښوييز- مانيز چار (نقش) يې په غونډله کې له خپلو اکو توکو (کړونو، نو مونو) سره را جوتېدای شي، بې له دې چې ورسره ونښلول شي يا  يوځای وليکل شي، په نورو ټکو، په هغه ژبنيو توکو کې راځي چې نه يې په خپلو کې سره نښلول يا يوځای ليکل په کار دي، او نه له کړونو او نومونو سره؛ غوره ډولونه يې له بېلگو سره داسې ويشو:

 (۱) سربلونه+ وستربلونهprepositions+pospositions) ): (په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، پسې، څخه، ته، باندې، لاندې…). دا راز وييکي سره زياتره  غبرگ غبرگ يا جوړه جوړه داسې پرکار لوېږي چې يو(سربل) تر يوه نوم له مخه راځي او بل (وستربل) ځنې روسته، لکه: (په) کور(کې) خو شاله يم، (په ) رېدي (پسې) ځم،  په چاړه يا(په) چړې (سره) غوښه پرې کوم، (پر) گلونو (باندې) اوبه شيندم،(له) يا(تر) غرمې (روسته)… همداراز نورې بېلگې: له زمر سره- له کندهار څخه ياکندهاره راغلم، له ورور سره په کابل کې او سېږم… .

د بېځايه نښلولو يا يوځای ليکلو بېلگې يې، لکه: پکور کې، پرېدي (په ريدي پسې) پسې ځم،  پچړې سره غوښه غوڅوم، پرځمکه باندې څملم (دغلته ٌپرٌ  پيوست را غلی او وت space اړين دی) ؛  د نومځرو په گډون له نومونو او کړونو  سره د سربلونو او وستربلونو يوځای ليکل هم ناکره ارز ول کېږي، لکه:

ٌ پخپلهٌ  د انگر ېزي (myself) کړول (قيد) د انډول په توگه بيا په همداسې ناشننوړه بڼه کره را ځي، ځکه که وشنل شي، سربل (په) او  ستاينوم  (خپل)، يانې (  په خپل)  ترې لاسته راځي چې له يوه څيزنوم (اسم)  سره يو او له اړوند  وستربل (سره، کې، پسې ) کړول  او که کړ(فعل) ور سره مل کړو، يوه غونډله رامنځته کوي ، او په دې  ډول يې بېلابېلې گرامري دندې او ماناوې  لا  ښې تراراڅرگندېږي، لکه: په خپل قلم (سره ) لاسليک کوم،  په کورکې کارکوم، په خپل هېوادکې خوشاله يم)، پخپله خوښه هرڅه کوم…، نورې بېلگې يې: ځانته (تنها) -ځان ته، مخکې- (په) مخ کې)؛ پخوا (قبل، قبلا)، خو له پخوا راهيسې همداسې يوځای دود موندلی او له شننې سره  د دغو نورو بېلگو غوندې يو نابشپړ غونډ (په خوا)  رامنځته کوي، له اوستربل او هممهاله  له نوم سره پر بشپړ غونډ (کړول) اوړي او له کړسره پر غونډله؛ د (د) اړوند وستربل (لپارهٌ ،(له پاره)  ليکدود، له ورته قاعدې (ما نيز- پښو ييز يووالي) څخه سرغړاوی بلل کېږي، لکه څنگه چې پارسي انډول (برای) يې په ورته لاسوند د (به رای) پر وړاندې کره بلل شوی دی.

له اوسنيو کمپيوټري اسانيو او هممهاله،  ستونزو او بيا د«يوې- کره پښتوليکلارې» دننه د ټولمنلې کره  پښتوابېڅې پر بنسټ له رامنځته شويو کره ليکدړو (کيبورډو)او ليکډولو (فونټو) سره په کار ده، دهرې غونډلې يا متن  دننه په يوه وت (space) سره د بېلابېلو لويو او کوشنيو توکو تر منځ ليکنی بېلوالی او خپلواکي ښه ترا سمباله کړو.

 دلته يوازې د نښلېدايا نه نښلېدا خبره نه، بلکې د بېلابېلو لويو او وړو توکو ترمنځ هماغه يو برابر وت (space) په پام کې نيول په کاردي، د ساري په ډول يووستوي وييکي (د،او، خو، نو، نور، پر…)که سره نښلي هم نه، خو له هماغه لګولي عربي سېستم سره سم يې، لکه چې وويل شو، تر منځ ټاکلی وت يا واټن (space) ورکول اړين دي، که نه، ژبپوهنيز اَر نه پرځای کېږي او ګډون يا ټکر(التباس) رامنځته کوي. په دې توګه، مخني توکي سره داسې و نه کښل شي، لکه: (د،او،خو،نو،نور،پر…).

هرګوره تر ليکنښو روسته (نه مخکې) هم ټاکلی وت غوره اېسي، سره له دې چې ژبپوهنيزه اړتيا ورته نشته. همداسې تړ ښتي وييکي او تړښتي وييکنومځري (اداتي ضميرونه) هم درواخله، چې که سره د نښلونې وړ نه وي، بايد بې وته (space) خو سره وکښل شي، لکه: راسره- درسره-ورسره، راکره- درکره- ورکره، راکې- درکې- ورکې(= پکې، راته- درته- ورته، راباندې-درباندې- ورباندې، راڅخه-درڅخه- ورڅخه… .

 (۲) يا اړيکوييکي يا ارتباطي حروف (conjunctions) (چې، څو،که، نو، ځکه، لکه، څنگه، هسې، بيا، او…) له آره هغه راز يووستوي وييکي دي چې د دوو ملو غونډلو ترمنځ اړيکی ټينگوي، داسې چې يو د لومړۍ ملې غو نډلې په سرکې راځي او بل د دويمې په سر کې، اوکله د يوې يا دواړو جوړوځای کوم   نازنځيري توکی (لارغه،اهنگ…) نيسي، د لومړي له غور ځن (حذف) سره،لکه:  …زه راغلم ٌاوٌ ته نه وې؛… چې کورته راغلم،… مور دې لنگ وهلی وونه (لنډۍ)، څنگه غر، هسې کربوړی، داگز او دا ميدان (متل څه ناڅه ٌ کړٌ غورځوي)…؛ هرگوره، نايووستوي يا تړښتي اړ يکو ييکي: ٌچې څومره، څومره چې، دومره چې، هومره چې، داسې چې، هسې چې، څنگه چې، ترڅو(چې)،که هرڅومره، که څه هم، بياهم…ٌ  تر ډېره زموږ له سکالوسره تړاو نه لري؛ ٌيوخوا- بلخواٌ د ٌ له يوې خوا(څخه)- له بلې خوا (څخه) ٌ د لنډيز په توگه، د يووستوو هغوغوندې په پام کې نيول کېږي ]له پارسي (بل+ که=بلکه) راپور کړی ٌبلکېٌ  هم د ساده اړيکو ييکي په توگه کاروو [؛

نورې يوځای ليکل کېدونکې تړښتي بېلگې يې تر ډېره دود شوې هم دي. ، همداسې، هغسې، همغسې، همهغسې ] خاطر اپريدی: بيا دې سهي نه کړم په هغو سترگو-يو وارې (همهغسې) په مړو سترگو[ ، همدغسې،هماغسې يا همدارنګه، همداراز… .

]]يادښت: کړولي اړيکوييکی (قيدي ادات ربط) ٌڅوٌ يا يې تړښتي  بڼې

 ٌترڅو، څوچې، ترڅو چېٌ، ياد ښاغلي اشرف غني ٌ ترڅه ٌ چې له پار سي ٌتاٌ اړيکو ييکي له ۷-۸ دندو سره يې يېکي يوازې همدا يوه کړولي (قيدي) دنده گډه ده، خو له بده مرغه له  له هماغو لومړيو څخه دا۸۰ کاله چې پښتو ۱۲ پېړۍ روسته  پر ملي- سرکاري کچ له پارسي زبېښاکه سر هومره راپورته کړی، د ٌ ازٌ  تر څنگ د ٌ تا ٌ  دويم (علتيه)او ان درېيم (بيانيه) چار پرې هم راتپل کېږي، په تېره له څلوېښتمو او بيا پېنځوسمو لمريزو کلو راهيسې چې سمه ورسره زموږ مبارزه هم راپيل شوې، تر دې چې د مولانوا خادم اواستاد حبيبي پام مو ورته هم راړولی وو، او استاد خو په خپل کتا بگوټي ٌپښتو ليکنوته يوه کتنهٌ داهم زياته کړې وه چې ٌ څو ٌ يو زماني قيد دی  او ډېره لږه اړتيا ورته پېښېزي… .

په هر ډول له دغو پښوييزو بېلاريو جاج و مانا سخت زيا نمن کړي دي:

 د بيانيه چار په پېښو: زه راغلم،(تر ترڅو،څو، څوچې، ترڅوچې يا ترڅه) ووينم)) او د علتيه هغه په پېښو: هېواد ته کاروکړئ (ترڅو، څو، څوچې، ترڅوچې يا ترڅه) پرمخ ولاړشي. (بيانيه) پېښې يې نن سبا دومره نه ليدل کېږي، خو (علتيه) دايې د ملااو ملريا په څېر له منځه  تلونکې نه دي او هر ځوان چې نوی پر اذان راشي، له (ترڅو، څو، څوچې، ترڅوچې) يې را پيلوي او د خپلې مورنۍ- پلرنۍ پښتو  ٌ چې ٌ   يې سترگه نه ډکېږي![[

 له لويه سره، د يووستوو اړيکوييکو (ارتباطي حروفو يا اداتو) سره  د ناسمو نښلونواو يوځای ليکنو بېلگې ، لکه: (چېکو رته) راغلم،څنگه غر، هسېکربوړی يا داگزاوداميدان (بې وته space).

دويم :  نومونه چې له پښوييز پلوه څلور ډوله: څيزنومونه (اسمونه) ، ستا ينومونه (صفتونه)، شمېرنومونه (اعداد) او نومځري (ضميرونه) رانغاړي، او له وييرغاوني پلوه، يووستوي ، بېلښتي (اشتقاقي)، تړښتي (ترکيبي) وييونه (لغتونه). دغه ټول نومډولونه له وييکو(اداتو) سره په تړاو بېلابېل

تر څېړنې لاندې نيسو.

(۱) يووستوي نومونه، لکه وار له مخه ورته نغوته وشوه، خپلواک وييونه  له آره (تيوريتيکل) د عربي او پارسي هغو په پليونۍ جلاجلا راځي، خو يوازې  روستی ډول (نومځري)، هغه هم زياتره نغوتنومځري (اشاري ضمير ونه) ادات سره تړاو ولري، له (هم) کړول او اړيکوييکي سره نښلول، لکه:  همدا، همدغه، همده، همدې، هما غه يا همغه، همهاغه يا همهغه…؛ له (له) سره، لکه: لدې، لما، (دېما اېما) ، لتا، لده، يا د تړښتي اړيکوييکي په توگه: لدې سره، لدې لامله، سره لدې، پدې ډول، ، لدې سره سره… .

(۱) بېلنگونه يا بېلښتي (مشتق)  وييونه، چې ناسم يې د لينديو دننه ښوول کېږي، له اړوندو تاړو(مختاړو، روستاړو) سره نښتي کره راځي، لکه:  هټيوال (هټۍ وال) گډونوال (گډون وال)، برخوال (برخه وال)، ځمکوال (ځمکه وال) ، پا نگوال (پانگه وال)…، مينه وال (مينوال) هم ليکل کېدای شي، خو سيمه وال ،(سيموال) د مانيز ټکر له مخې نه شي راتلای ؛ پرگنيز (پرگنه يز)، ژبيز (ژبه يز)، (توکم يز)، دوديز (دوديز)… سيمه ييز، پېړۍييز، نړۍ ييز… هم که  له غبرگو ي گانو سره وليکل شي، ناکره نه گڼل کېږي؛ پتمن (پت من)، لا نجمن (لانجه من)،ستونزمن (ستونزه من)، گيله من  بيا (گيلمن) يا هيله من (هيلمن) بې ټکره هم ، د دود او خورمنځ (سليقې) له مخې غوره نه بلل کېږي. د( -والی) روستاړي والا، لکه: روستوالی، ورتو الی (مشابهت)، پرتلوالی (نسبتيت) ؛ يا د گران (امين الله دريځ) د وړانديز شوې بېلگې ٌپرلپسېٌ له مخې نورې ورته رغاونې:  پر لپېيلی، پرلغښتی، پرلپورې، پرلوهلی، پر لباندې …، او داسې نور راز راز بېلنگونه هم په ورته لړۍ کې را تلای شي؛ له (هم-) کړولي روستاړي سره  نوي رغول شوي بېلنگونه (اشتقاقونه)، د ولسي مخبېلگو  ٌ همزولی، هملړی،همغاړه، همغا ړی، غندلغاړه…) په هرډول يوځای ليکل کېږي،که هغه نومونه او ستاينو مونه دي ياکړولونه (قيدونه)، لکه: همغږی، همغږي،همرنگي، همجوله، همتوکمی، همتوکمي،همټبری، ، همژبی، هممهال، هممهاله، همزمان، همژبي؛  دغه راز له ٌ هېڅ ٌ  نومځري اوکړولي وييکي سره  رغېدلي بېلښتي نومځري ( اشتقاقي ضمير ونه)، لکه څنگه چې زياتره دود دي، بايد ټول همداسې يوځای وکښل شي ، لکه:  هېڅوک (هېڅ+ څوک)، هېچا (هېڅ + چا)، هېڅه (هېڅ + څه)، هېڅنگه (هېڅ+ څنگه)، هېچېرې (هېڅ+ چېرې)، هېڅکله، هېڅنا(ماوراؤا لطبيعة)؛ له ناټيک نومځري ٌهرٌ سره تړښتي (تر کيبي) بڼې: هرکله، هر څو)، هرڅومره هرهغه، هرگوره، هرگوره ښه … ؛ له (هېڅ) کړول او ناټيک نومځري سره: (هېڅ کوم، هېڅ کوم يو، هېڅ يوڅه، هېڅ پر هېڅ)… بيا همداسې جلا دود شوي دي.

په دغه لړکې گړنې او څرگندنې او يا محاورې او اصطلاحات (ايډيمونه او اېکسپرېشنونه) چې د پښوييز- ما نيز يووالي په پار يې پتليز يا يوځای ليکل اړين بلل کېږي، لکه: منځته را وړل – منځته راتلل، منځته راتګ، را منځته کول، رامخته کول (مطرح کول)،لاسته راوړل،لا سته راوړنه، پايته ر سول، سرته رسول، پرمخوړل (ادامه ورکول)، پرمخوړنه (ادامه)، پرمختلل (پر مختگ)…

 (۲) تړنگونه (ترکيبونه) سره، لکه پاس چې سرټکونه وشوه،  په هر ډول با يد ونه شنل شي، لکه : کټمل (کټ مل)، پوهنمل (پوهنه مل)، ژوبڼ (ژوی بڼ)، خپلواک (خپل واک)، خپلمنځي (خپل منځي)،خپلچاری (خپل چاری)، خپلخوښی (خپل خوښی) يا خپلخوښچاری، تلپاتې (تل پا تې)…؛ تلپاتېوا لی،لاسليکول، لاسليکونگ، برخليکټاکونکی (سرنوشت ساز)… او دا سې نور اوږده تړ نگونه له بده مرغه په کمپيوټري ليکنو او چاپونو کی يا سره شنل کېږي او له برابرونې (justification)  سره بيا  اړوند متن هسې بېځايه غځول کېږي اود لاتين سېستم په پرتله د چاپي توکو (کاغز) او لگښت يوه بله پاموړه سلنه ډېرېږي- همدا خبره ده چې له اروپايي ژبو څخه پارسي، په تېره پښتو ته راژباړلی متن لږ تر لږه يونيم برابرځای نيسي؛ سيندونه (ډېکشنرۍ) خو مو د ايران هومره هم تر اوسه و نه شو دوه ستونه کولای او لاتين والا هغه تر درو رسولې دي!

درېيم: کړونه (فعلونه) زموږ له سکالو له مخې پر لاندې ډولو وېشنه مومي:

(۱) په ټوليز ډول، د هر راز(ساده کړ ناپايي (مصدر)، او کړنومونه يا کړ بېلنگونه ( حاصل مصدرونه يا فعلي مشتقات) سره نښتې يا يوځای ليکل کېږي. ساده کړ (خوړل): خوړنه، خوړون، خوړنگ، خوړونکی، خوړلی، خو ړه، خواړه، (له وسمهالې سټې خور-) خوراک، خورند، خور ندوی…؛ اوړوني (تصريفي) بڼې يې: خورم- خورو، خورې- خورئ، خو ري…

(۲) د بېلښتي کړ (مشتق  فعل) مصدر او  بېلنگونه (مشتقات)  يوځای ليکل کېږي (پرېکول):  (پرېکوونکی، پرېکون، پرېکړونی، پرېکړه، پر ېکه… ؛

 خو اوړوني (تصريفي) بڼې  له دود سره سمې، د بېلابېلو توريو د ځانگړ تيا وو له مخې، ياجلا جلا له عادي وتونو سره ليکل کېږي، لکه: پرې کوم- پرې کوو، پرې کوې- پرې کوئ، پرمخ وړم- پرمخ وړو، وړې- وړئ، پرمخ ځي، پورې وهم-پورې وهو، پورې وهې- پورې وهئ، پورې وهي، پرله وهم-پرله وهو، پرله وهي… نښتې  يې، لکه کښېناستل: کښېنم- کښېنو، کښېنې- کښېنئ، کښېني…؛کېښکل: کښېکاږي،کښېوتل-کښېوځي، کښېمنډل- کښېمنډي، پرېمنځل- پرېمينځي، پرېوتل- پرېوځي، پورې

وتل- پورېوځي، ننوتل- ننوځي…؛ همداسې نور گڼ مختاړی لرونکي کړونه؛ کښېستل- کښېست… چې ناتېرمهال (وسمهال) انډول يې کښېبا سل- کښېباسي راځي، همداسې پرېستل- پرېستی او پرېښوول- پرېښو وه، له ناتاتېر مهال انډول (پرېږدل-پرېږدي)  سره.

 (۳).تړښتي (ترکيبي) کړونه، لکه: لاسليکول، برېښليکول (اېمل کول- لېږل)، نيالگی اېښوول، غنم رېبل… . (پرځای کول) هسې جلا دود شوي او د ياد شوي ژبني آر له مخې(پرځايکول)  غوره دي او بېلنگ (مشتق) يې هم پرځايکړه ( اجرأ، تعميل ) ]د شهيد وفی الله سميعي له نوښتونو څخه[؛ همداسې (لاسليکونه، لاسليکونگ، لاسليکونکی…) يا (برېښليکونه، بر ېښليکونگ، برېښليکوونکی) او داسې ورته  بېلگې- برېښلک تر برېښنا ليک او په ناتېرمهال کې  له اوړوني شونتيا سره لنډاو کره ارزول کېږي.

(۴) نفې(نه) او نهې(مه) وييکي: چې (نه) خبري او ناخبري (التزامي، دعا ئيه …) کړونه (فعلونه) منفي کوي، او د کړاوړون (فعلي گردان) په تړاو  زموږ د سکالو له پېچلو او ډېر پاموړو برخو څخه گڼل کېږي؛ هغه هم  د يو ستوو (يومورفيمي) کړونو په تړاو دومره نه، خو د بېلښتي (اشتقاقي) او څه ناڅه  تړښتي(ترکيبي) هغو په  تړاو. د دې لپاره يې پر دغو دروگونو کړ ډولونو له وېشنې سره څېړو:

(۱) يووستوو ،لکه: نه خورم- نه خورو، نه خوري، نه دې خوري، خدای دې پرې ونه خوري، خوړلی نه وای… او نهې (مه) وييکي چې يوازې په لومړي وگړي (متکلم) اړه لري، امري، التزامي ، دعائيه، ار ماني… کړونه منفي کوي، لکه:  مه خوره- مه خورئ، خدای دې مه خواروه – خدای مو مه خوا روئ، خوړلی مه وای، خوړلې مې وای، خوړلي مې وای …؛ يا پر گړنه او ښتي  متل کې: مه خوره او مه رغېږه، وخوره او مه مره (بخور و نمير). د بېځايه نښلونې يايوځای ليکنې بېلگې يې:

نخورم- نخورو، نخوري، مخوره- مخورئ، مرغېږه- مرغېږئ…؛ په( نشت- نشته ) کې، لکه (لپاره) د پښوييز- مانيز يووالي پر بنسټ ناشننوړ کره بلل کېږي، خو له (نه) سره رغېدلي بېلښتي ستاينوم (نه سړی)  همداسې جلا راځي.  نورې ناکره بېلگې چې زړو متنونو، لکه پټه خزانه کې يې بېلگې ډېرې ليدل کېږي: نکوم، نکوي، نلرم، نلري، نشم، نشي، شوي ندی، مکوه… . ، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای،( بېدويه يا مستثنی: خدای مکړه، خدای دې نکړي، نشته، ستړي مشي…) او← (گړنې- څرگندنې)، يو لړ وييکي سره د دوديز ليک سېستم تر  کېدونه (امکانه) په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني پښوييز (گرامري) چار (نقش) او مانا لپاره سره په غونډله (جمله) کې  تل پتليز (پيوست) راځي .

 دلته بېلښتي(مشتق) ، په نورو ټکو، مختاړي (را-در-ور، پرې-، پورې…) لرونکي ، او همداراز د بشپړتيا يا اطلاق و-(augument)  مختاړی لرو نکي کړونه د ځينوگړدودو، په تېره، د شمال ختيزو هغو په لاسوند اسانۍ په موخه، تر هغې چې پښوييز- مانيز ټکر (التباس) رامنځته نه کا ندې، (نه-مه) په ځان پورې نښلولای شي،  بېلگې يې ، لکه :

رانغلم ، رانغی، درنرغی، ورنرغی وانخېست،ونه  ښووه… او د دواړو مختاړو په ملتيا،لکه: راوانخېست، راونښووه…. ] گلابي مخ دې راونښود پر ژوند_ اوس مې پر قبر ږدې گلونه څله [؛

د دغو دوو مختاړو تر منځ درېيم نه نښلېدونکی  ٌبه ٌ هم  د نابشپړ، گوماني او وستر مهالي( مستقبل) کړ د ښکارندوی په توگه  راځي، لکه:

 رابه نشم- در به نشم -وربه نشم، وابه نخلم، دربه نکړم، راپرې به دې نږدم- درپورې به مې نږدې- ورپورې به مو نږدي، پورې به مې نشې اېستای؛ له څلورو مخکړونو(فعلي روستاړو) سره: راپورې به دې نشم اېستای، درپو رې به يې و نشم اېستای- ورپورې به يې و نشم اېستای…؛ خو ښايي، له هر کړ سره د(نه)  پيوستون،نادوده وبرېښي او پرسترگو ښه ونه لگي، لکه په په دې بېلگو کې: را به نه وړم، دربه نوړم- وربه نوړم،راپورې به نوځم.- در پورې به نوځم- ورپورې به نوځم، را پرې به نوځم- درپورې به نوځم- ور به نوځم، را به مې نولې.. . .

يادښت : د لاتين ليک والو پر پليونۍ په  شعر، داستان او نورو ناپېيلو (منثورو)ادبي ليکنو کې د کرښو سمون (justification)  موږ ته هم، نه يوا زې بد نه، بلکې ښه اېسي او په دې ډول د وييونو شننې(تجزيې) له ربړې سره نه مخ کېږو، خو په څېړنيزو ليکنو کې بايد تر کېدونه، وييونه پر څپو شنل هغه هم د لاتين ليک سېستم پر خلاف بې کرښۍ يا دش (-) راته اړين برېښي، لکه: ( اور  لگيت، ژبپو هنه، ټولن پوهنه، هېواد مشر، پښتون ولي…)؛ هرگوره، کرښۍ (دش، هايفن) زموږ په ليکډول کې د وييونو ترمنځ ټکر پېښوي او ورته ربړه د لنډيزونو په برخه کې هم  لرو، د ساري په توگه موږ  د انگرېزي غوندې Mr (ښاغلی)، Mrs (مېرمن)، Miss پېغله )، Ms( د پېغلې او مېړوښې دواړو لپاره)- برېتش انگرېزۍ ترې ټکي هه غورځولي، (MP (د ولسي جرگې استازی) ، PM (سروزير يا لومړي وزير)، همداسې پوهنتون هم درواخله چې د انگرېزي (univ.)  ياالماني (Uni.)…  غوندې يې لنډولای او ليکلای نه شو. پر غټ او واړه توري پر نه توپيرسربېره د غو نډلې او متن دننه له لينديو سره سره  زموږ ټکی(.) ترالف  مخکې له صفر سره خرخشنېږي  لکه (.ا)، (.۲)،(.۳)، (.۴) (.۵)  يا…  ، په داسې اکرکې چې لاتين ورته بېلا بېلې نښې (. 0) لري؛ ان که پاکستان له پاک لنډيز سره (ووايو يا) وليکو، هم ورته خرخشنتيا را منځته کوي او د ورپسې ويي ستاينوم انگېرل کېږي، خو په انگريزي ليکد ود کې د غټ (P ) او ټکي په  کارونگ يا نه کارونگ، بې لينديوPak.   کومه ستونزه نه پېښوي!]← وييپوهنه( نوی چاپ )۷۵۵ او د هايفن په تړاو ۷۴۶ مخ[

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x