fbpx

د ولسمشر دویم مرستیال جنوب ختیځو ولایتونو ته برېښنا نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د خوست چارواکي وايي چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش جنوب ختیځو ولایتونو ته د برېښنا له لېږد سره مخالف دی.

د واراداتي برېښنا دا پروژه چې شاوخوا ۲۰۱ کیلومتره اوږدوالي لري چې د خوست د چارواکو په قول د ولسمشر مرستیال غواړي مخ يې د بامیانو په لور کړي.

پژواک خبري اژانس د نوم نه اخیستو په شرط د خوست د يو چارواکي له خولې لیکلي چې سرور دانش د اوبو او انرژي وزارت، برېښنا شرکت، اسیايي بانک او نړیوال بانک ځينې استازي ور غوښتي او ورته ویلي يې دي چې دا پروژه چې د سالنګ له لوري را واريدېږي باید د شیبر له لارې بامیانو ته تېره شي.

د خوست د ولایتي شورا مشر عبدالولي واحدزي هم د دې څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې دا ډېره د افسوس خبره ده، چې د ولسمشر دویم کس پورته څرګندونې کوي.

د سرور دانش مطبوعاتي مسوول محمد هدایت هم وايي چې د ولسمشر دویم مرستیال د باميانو لپاره برېښنا غواړي خو د هغه په خبره سروردانش له جنوب ختیځو ولایتونو سره ستونزه نه لري خو دومره يې ویلي چې دا برېښنا دې د بامیانو له لارې کابل ته او له دې ځایه نورو ولایتونو ته لاړه شي.

یاده دې وي دغه پروژه چې د کابل له ارغندۍ پیل شوې لوګر، پکتیا خوست او پکتیکا ته رسېږي، چې تر اوسه يې دېرش سلنه کار پوره شوی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

هلکانو بیځایه فکر مه وهئ. د ولسکشر د مرستیال پلار لا دا کار نشي ځنډولای پاته خو یې دا نامشروع زوی دی.

وایي ژمی به تیر شي خو د تور مخې مخ به لا هم تور پاته وي. بريښنا به تیریږي خو دا سرور بی سواد به تش لاس او سپیره خوله پاته وي.

احمد