
پاکستان : هند د پاکستان په خلاف د افغانستان خاوره کاروي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): څو ورځې وړاندې پاکستان د جاسوسۍ په تور يو هندوستانی نيولی او پاکستاني چارواکي وايي، چې نيول شوی سړی د هند پوځ کې د جګړن په رتبه کار کوي او پاکستان ته يې د جاسوسۍ او ورانکارۍ لپاره رالېږلی و.
پاکستاني رسنيو د نيول شوي هندو هغه ويډيو ګانې هم رسنيو ته سپارلي، چې نوموړی په خپله جاسوسۍ اعتراف کوي او وايي، چې د بلوچستان په ګڼو چاودنو او بريدونو کې لاس لري.
پاکستاني رسنۍ د حکومتي سرچينو له قوله وايي، چې نيول شوی هندي جاسوس کلبهوشن يادو د بريدونو او چاودنو لپاره وسلې او چاودېدونکي توکي له افغانستانه راوړل او پاکستان کې يې د وارنکارۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروله.
د چارواکو په وينا کلهبوشن د ايران له لارې پاکستان ته راغلی او د خپلو جاسوسي کارونو لپاره يې افغانستان ته هم سفرونه کړي دي.
راپورونه وايي، چې کلبهوشن بلوڅو بېلتونپالو ته هم افغانستان کې پناه ورکړې او هلته يې د هندي استخباراتو په لمسون د پاکستان پر ضد جګړو ته هڅولي دي.
افغانستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
افغانستان او پاکستان پر يو بل د مداخلو او لاسوهنو تورونه له تېرو څو کلونو راهيسې لګوي.
افغانستان وايي، چې مخالفين د افغان حکومت او بهرينو ځواکونو پر ضد د پاکستان خاوره کاروي، په عين حال کې پاکستان بيا تور لګوي، چې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپالان له افغانستان څخه پر پاکستان بريدونه کوي او د پاکستان دولت پر ضد بغاوت لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
پاکستان دا هم وايي، چې هندي استخبارات د افغانستان له خاورې پاکستان کې مداخلې کوي.