نظــر

د مصر وروستى بدلون او دوه اړخونه

اخوان المسلمين په خپل څلور اتيا کلن عمر کې خپله فکري لمن دومره پراخه کړه چې نژدې د نړۍ هر ګوټ ته ورسېد، پلويان يې پيدا کړل، او په عربي نړۍ کې خو دغه فکر دومره خپور شو چې په همدې نوم او په مصر کې د راټوکيدلي همدې ګوند تر مشرۍ لاندې په نورو هيوادونو کې هم اخوان المسلمين فعاليت پيل کړ.

د (اخوان) غړو، طرفدارانو او همفکرانو سختۍ وګاللې، زندانونه پرې ډک شول، شکنجه او تعذيب شول، تبعيد شول، د دار تختو ته وختل او په خورا قساوت سره په شهادت ورسول شول؛ خو له خپلې لارې کاږه نه شول، له خپله هدفه تېر نه شول، او له خپلې خبرې وانه وښتل.

د اخوان المسلمين د پنځېدو څلور اتيايم يعنى تېر ميلادي کال مصر د يو ژور بدلون شاهد و، وولسي پاڅون بريالى شو، په اصطلاح د ديموکراسۍ پر اساس ټولټاکنې وشوې، او د (اخوان) د نوې څانګې او نوي تنظيم (حزب الحرية والعدالة) مشر (محمد محمد مرسي عيسى العياط) وګټلې، هغه د مصر د جمهور رئيس په توګه وټاکل شو.

د محمد مرسي ټاکل کېدل د (اخوان) د اته لسيزو څخه د زياتې مودې مبارزې مېوه وه، په نړيواله کچه د مسلمانانو لخوا استقبال شو، او داسې تمه کېده چې نوموړى به په مصر کې يو بېلګه حکومت رامنځته کړي، اسلام به د حکومت اساس وي، لکه د اخوان المسلمين د فکري خپراوي په څېر به له دغه حکومت څخه د اسلامي نړۍ  نور هيوادونه هم سرچينه واخلي، او د اسلامي امت د تاريخ په دې حساس پړاو کې به، دغه غوره امت يو نوى؛ خو ښه او مثبت بدلون وويني.

د محمد مرسي په مشرۍ د دې څلور اتيا کلن ګوند حکومت يو کلن شوى نه و، چې مصر کټ مټ هغه رنګ واخيست، کوم چې د حسني مبارک د واکمنۍ د پاى ته رسيدو سبب شو، او ريښتيا هم د محمد مرسي د حکومت پر پاى ته رسېدو تمام شو.

يقيني فکر دا دى چې د محمد مرسي د حکومت پر ضد پاڅونونه او لاريونونه يوه لوبه ده، تر شا يې په ځانګړې توګه امريکا او اسرائيل ولاړ دي، او محض د دې لپاره چې کفري نړۍ يو سوچه اسلامي حکومت نه شي منلاى، په مصر کې يې د اخوان المسلمين د حکومت د ړنګولو پروګرام جوړ کړ، او تر اوسه پورې بريالي روان دي.

هر خواخوږى او چې موږ يې وينو په ځانګړې توګه د افغانستان خلک په دې خواشيني دي، چې په مصر کې د کفر پلان بريالى شو، او يو اسلامي حکومت رانسکور شو؛ د دې سره موافق يم؛ خو دا کومه نوې خبره نه ده؛ ځکه چې کفر او د اسلام ټول دوښمنان نه يوازې دا چې يوازې د مصر سره يې دا لوبه وکړه، بلکې د ځمکې په هره برخه کې د داسې حکومتونو له منځه وړلو لپاره کوښښونه کوي، او که حکومت نه وي؛ نو بيا د ټولنو د ويجاړولو او اسلامي مجتمع د ړنګولو لپاره لاس په کار دي، که له هغې هم ډېر راټول شم؛ نو د يو يو مسلمان له زړه څخه د اسلام د ختمولو او پاکولو په هڅه کې دي.

دې ته خو بايد موږ په هر وخت کې متوجه و اوسو، په مصر بايد اوښکې تويې کړو، خو له خپله ځانه يې پيل کړو، چې څه مو کړي دي، له خپلې ټولنې يې پيل کړو، چې کوم لور ته روانه ده، او له خپله هيواده يې پيل کړو، چې راتلونکى يې څه دى.

زه د مصر د همدې بدلون د دوه اړخونو په اړه دوه نظره لرم:

لومړى دا چې د محمد مرسي په وړاندې پاڅون، په دومره تېزۍ سره بريالى کېدل، او د حسني مبارک هومره مقاومت هم نه کول، ستر سبب به دا نه وي، چې پلان پردى او ځواکمن و، بلکې ستر او عمده علت به يې د سياست او حکومت په ميدان کې د (اخوان المسلمين) بې تجربګي وي.

دسيسې د هر حکومت پر ضد روانې دي، او روانې وي، هر حکومت او هيواد رقيب، سيال او دوښمن لري، او هر دولت د يو بل هغه د ګټو په وړاندې خنډ، او د يو بل د ګټو خوندي کوونکى وي؛ خو په دومره تېزۍ سره نه خو تسلميږي، او نه حالات دومره په اسانۍ سره خرابيدو ته ورکوي، سياست هغه ډګر دى چې سياسيون پکې د يوې اوږدې مودې لپاره تورې جنګوي، ميدان هم ګرم ساتي، د کتونکو احساسات هم پاريدلي ساتي، خپل پلويان هم په خپله ګټه شعارونو ورکولو ته چمتو کوي، او په همدې ترڅ کې وينه هم نه تويوي، ستړي کيږي هم نه او په همدې شور کې د خپل حريف سره معامله هم کوي، په پايله کې يو لورى ګټونکى کيږي هم، او کله کله خو بيا دواړه.

زما په اند د (اخوان) ساسي کم تجربګي د هغوى د حکومت د زوال باعث شو.

دوهم دا چې اوس کوښښ کيږي اخوان المسلمين په يو سخت دريځې او وسله والې ډلې تبديل کړاى شي، زما په اند د دوښمن دغه پلان د حکومت تر ړنګولو هم ډېر خطرناک او زيان رسوونکى دى.

همدا اوس د مصر څخه داسې راپورونه خپريږي چې د اخوان غړي او د محمد مرسي پلويان د مصري پوځ پر پوستو بريدونه کوي، او وسلې ته يې لاس کړى دى، له دې مخکې د ښځو په وړاندې پر جنسي ازار سربېره د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې راپورونه هم نشر شوي دي، او د اخوان المسلمين پلويان او  غړي پر يوه حساسه نقطه ولاړ دي.

که په ريښتيا سره د دوښمن دغه نقشه هم بريالۍ شي نو دا به نه يوازې د يو ګوند په توګه اخوان المسلمين ته کار ګوزار وي، بلکې دغې فکر ته هم ستر تاوان ورسوي، او اسلامي امت به هم ضربه وويني.

د امريکا او ملګرو ملتونو په تور لست کې به يوه شمېره زياته شي، او يوه تشه خانه به د اخوان المسلمين په نوم ډکه شي، د مشرانو نيول به يې پيل شي، خوځښتونه به يې محدود شي، پر سر به يې انعامونه اعلان شي، د ګوند او اشخاصو په کچه به يې سرمايې کنګل شي، له سياسي بهير او فعاليته به ووځي، او دغه ګوند به څو لسيزې شاته ولاړ شي، لکه چې همدا اوس هم د دې ګوند غړي نيول شوي، او محاکمه به شي؛ خو راتلونکى لا هم مبهم دى.

ډېرې په دې آند دي چې په دې نازکو شېبو کې بايد خورا حساس، هوښيار او ځيرک و اوسيږي؛ خو سره له دې چې دغه انديښنې پر ځاى بلل کيږي، که د (اخوان) تېر څو لسيز تاريخ مطالعه کړو؛ نو دې پايلې ته رسيږو چې دغه ګوند د فعالې، بريالۍ، ارامې او ځيرکې مبارزې بريالۍ مخينه لري، او د يوې اوږدې زړه چاودوونکې مبارزې د حوصلې څخه برخمن دى.

په همدې بناء ويلاى شو، که اخوان المسلمين په سياسي ډګر کې د يو څه شکست سره مخ شو، نو د بيا راپاڅېدو او سفر د پيل څخه به نه ناهيلي کيږي، او دا ځل به په خپله توښه کې د سياسي تعقل توکي هم له ګډ کړي.

پورته نظريات مې د خپل دماغ زېږنده وو، هر څوک يې د مخالفت حق لري، البته په پاى کې يوه يادونه کوم، خداى دې وکړي چې څوک راسره مورچل ونه نيسي، ځکه چې زه زموږ په ټولنه کې د رايج (اختلاف براى اختلاف) له ډلې نه يم.

لکه چې مخکې مې هم وويل چې د اخوان المسلمين سره مو غم شريک دى، او زړونه مو خفه دي، اما موږ بايد دومره خودخواه او ګوندي متعصب ونه اوسو، چې ډېر نژدې مو هېر وي، خو ډېر لرې مو ياد وي، مطلب  دا چې ځينې وروڼه په محمد مرسي څومره وير کوي، او ځينې نور بيا لارو او کوڅو ته راووتل، زه فکر کوم چې د همدې پنځوس چنده زيات وير او ماتم لپاره، او له دې سل چنده زيات لارو کوڅو ته راوتلو، سر او سينې وهلو لپاره هره ورځ زموږ په هيواد کې علتونه پيدا کيږي، او د نورو په راتګ سره وژل کيږي، خو هېڅ ساکن پرې نه خوځي.

راځئ! له ګوندي دايرې راووځو، له دې کرښې بهر هم انسانان ژوند کوي.

2013-07-06

محمد  اسماعيل (عندليب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x