
دثناء ضېوال دوه غزلونه
ثناء ضېوال
زه به نه یم خو شعرونه به مې لولې
دا لیکلې دیوانونه به مې لولې
زما یارانو به غمجن داستان پرې ګل وې
د خړ قبر بیراغونه به مې لولې
که دې پیر شومه نو بیابه هم شکې یی
درته جوړ ټول تعویزونه به مې لولې
ما به تاته وې لیکلې په کاغذ کې
په زرهاؤ ارمانونه به مې لولې
ستا بڼو به پرې لیکلی ضیوال جان وې
د سینې په سر داغونه به مې لولې
غزل
سر ته مې مړوند نشته
ځکه د ژوند خوند نشته
دلته شاعران اوسې
دلته قمربند نشته
اوس راسره ته نه یې
اوس راسره ژوند نشته
اوشکې مې رواني تل
هیڅوک یی د بند نشته
خوا چي ضیوال جان درکړم
دا خو مې په اند نشته
ـــــــــــــــــ
دمام 2/4/2016
ضیوال مي زړه ده مننه ورنه کوم شکلی غزل