
جوزجان: طالبانو شپږ پولیس وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ ل): د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کي طالبانو په یوه برید کي شپږ پولیس وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
د مردیان ولسوال ذبیح زاهد رسنیو ته وویل چي پېښه نن ماسپښین مهال شاوخوا درې بجې د ولسوالۍ په چاهي سیمه کي رامنځته سوي، نوموړۍ زیاتوي چي په څو دقیقیي جګړه کي شپږ پولیس وژل سوي، یو ټپي سوی او یو بل طالبانو ژوندی نیولی دی.
د جوزجان امنیه قومندانۍ د اپراسیون امر عبدالمنان رووفي رسنیو ته د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه چي لومړۍ د پولیسو پر رینجر موټر د ماین چاودنه سوي او ورپسې تر برید لاندي راغلي دي.
رووفي وایي چي د نیول سوي پولیس د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
طالبانو تر دې دمه د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.