مصر - په وینو او لمبو کي

مصر امریکايي مکاره بوډۍ اداره کوي !

photos egypt 2013 alam3

د برتانيي ګاردین ورځپاڼې لیکلې دي چې په مصر کې د متحده ایالاتو سفیري آن پیټرسون د مصر د منتخب ولسمشر ډاکټر محمد مرسي له ګوښه کولو یوه اونۍ مخکي له هغه سره لیدلې و او له واک نه د تیریدلو یې ورته ویلې و کله چې هغې له مرسي سره لیدل دیوه عربي هیواد سفیر هم و ورسره ، داراز ډاکټر مرسي ته د فوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي هم د جون په ۲۳ ویلې و چې اونۍ وروسته انقلاب راتلونکی ده ، له واکه لاس واخله او کنه بندې کیږې به .

ډاکټر مرسي هڅه کړې وه چې د فوځ له نورو جنرالانو سره اړیکې ونیسې خو جنرال سیسي یې دا هڅې شنډې کړې او په ۳۰ د جون یې د هغه لرې کیدل او د اساسي قانون تعطیل اعلان کړ .

واشنګټن پوسټ هم نن لیکلې و چې په مصر کې مظاهره کوونکي غوښتې دي چې باید ژر تر ژره له مصر نه دمتحده ایالاتو سفیره وایستل شي ، مصريان په مظاهروکې نارې وهې چې (حزبون) باید له مصر نه ووځې او حزبون مکارې بوډۍ ته وایې . د بلتاجي په نوم یو مصري چار واکی وایې چې د ډاکټر مرسي له ګوښه کیدلو وروسته د مصر د متحده ایالاتو سفیره آن پیټرسون اداره کوي .

د مصر یو وتلی ژورنالیست احمد قاسم وایې چې نن په نړۍ کې د انتخاب معیارونه بدل شوې دي ، که یو کس د ولس یونیم سل په سلو کې رايې ترلاسه کړې د باور وړ نه بلل کیږې اصلا باید دامریکا اولویدیځ موافقه ترلاسه کړې .

رښتیا هم له لویدیځ نه ختیځ ته وارده شوې ډیموکراسي له خپلو اصولو او معیارونو تشه کړل شوې تش په نوم د لویدیځ له خوښې سره سم دیوه مزدور له پاره د صندوقونو کارونه ده او بس . او د لویدیدځ او متحده ایالاتو ناروا مداخلې دې حد ته رسیدلې دي چې اسلامي هیوادونه د خپلو سفیرانو په لاس اداره کوي ، اوس فعلا دمصر هیواد یوه امریکايي مکاره بوډۍ اداره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x