ورزش

شاهد افریدي له کپتانۍ استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکيټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان شاهدافریدي د لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړه.

شاهدافریدي د ټویټر له لارې د پاکستان کرکيټ لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړې خو ویلي یې دي چې د ملي لوبډلې سره د لوبغاړي او لیګ کرکټ به تر دې وروسته هم کوي.

په روان نړیوال جام او تر هغه وړاندې په اسیا جام کې د پاکستان کرکيټ لوبډلې ناکامۍ شاهد افریدی نه یواځې د کرکيټ مینه والو تر سختې نیوکې لاندې راغی بلکې د پاکستان کرکيټ لوبډلې روزونکي او مدير هم په خپلو راپورونو کې د افریدي رهبرۍ استعداد باندې نیوکې کړي دي.

شاهد افریدي په مشرۍ پاکستان له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز پورې ۴۳ شل اوریزې سیالۍ کړي چې له منځه یې پاکستان ۱۹ ګټلي، ۲۳ یې بایللي او  یوه برابره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x