ورزش

کرکیټ بورډ پاکستان سره د سیالیو لغوه کېدو سپيناوی وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ بورډ د پاکستان سره د درې یو ورځېنیو او یو څلور ورځېنۍ کرکيټ سیالیو د لغوه کېدو په اړه سپيناوی کړی دی.

د افغانستان کرکیټ بورډ ته منسوبې فیسبوک پاڼې چې د کركيټ د مینه‌والو سوالونو ته ځواب وايي، پاکستان سره د سیالیو د لغوه کېدو څلور بېل بېلا لاملونه په ګوته کړي دي.

افغانستان کرکيټ بورډ پاکستان سره د سیالیو د لغوه کولو لومړنی لامل د لاهور ښار کې امنیتي ستونزې ښودلي دي او په وینا يې دوی نه غواړي چې «په لوی لاس لوبډله د ښامار په خوله کې ورکړي». سرچېنه زیاتوي چې دوی له پاکستانه وغوښتل چې په عربي اماراتو یا هندوستان کې ورسره لوبې وکړي خو هغوی دا غوښتنه رد کړه.

کرکیټ بورډ دوهم لامل د افغانستان کرکيټ لوبډلې ته د لومړۍ درجې لوبډلې په څېر د امنیت او تشریفاتو نه نیول ښودلي دي. کرکيټ بورډ زیاتوي چې پاکستان افغانستان ته د یوې عادي لوبډلې په څېر مراسم نیسي او دا د افغانستان کرکيټ لوبډلې سپکاوی دی.

کرکيټ بورډ درېیم لامل دا په ګوته کړی چې د کرکیټ نړیوالې شورا یا آي سي سي پاکستان ته د لوبو لپاره په سفر بندیز لګولی دی او دوی د آي سي سي له اجازې پرته پاکستان ته سفر نشي کولای.

څلورم لامل چې کرکيټ بورډ ورته اشاره کړې ده، د پاکستان د کرکیټ لوبډلې کمزوري ده او په وینا یې پاکستان  په دې خاطر له افغانستان سره لوبې لوبې کوي څو ځان د لویو لوبډلو لپاره جوړ او قوي کړي.

تمه وه چې افغانستان به د اپریل په میاشت کې له پاکستان سره په لاهور او کراچۍ کې ۳ یو ورځېنۍ نړیوالې لوبې وکړي خو د لاهور تر چاودنې وروسته دغه سیالۍ لغوه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بنګښ

وایي مال خپل ساته او ګاونډی غل مه نیسه. زموږ نوی په ثمر راغلی ټیم نه ښایي چې په ریښتیا هم د پورتنیو لاملونو له مخې پاکستان ته سفر وکړي. زموږ له دې سیکولر ګاونډیانو نه د هر څه تمه کیدای شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x