gait1

دقطر ددفتر په اړه دپژواک اژانس ځانګړی تحلیل

کابل  – پژواک

د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي په ٢٨مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر د يو شمېر قطري چارواکو او د طالبانو د استازو په شتون کې پرانيستل شو.

ټاکل شوې وه، چې د دغه د فتر تر پرانيستل کېدو دوه ورځې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې وشي، خو د دغه دفتر د پرانيستل کېدو پر څرنګوالي د افغانستان د حکومت له خوا تر سختو نيوکو او غبرګون وروسته دغه خبرې وځڼدېدې.

افغان حکومت وويل،د قطر د دفتر د پرانيستل کېدو په اړه ، چې امريکا له دوى سره کومې ژمنې کړې وې هغه عملي نه شوې.

 وروسته امريکا اعلان وکړ، چې له دغه دفتر څخه د طالبانو بيرغ ښکته او د ((اسلامي امارت)) لوحه هم لرې شوه او پر ځاى يې د طالبانو سياسي دفتر وليکل شو.

ځينې  دولتي سرچينې وايي، چې اوس د دغه دفتر پر سر په خپله د طالبانو په منځ کې هم اختلافات او بې باورۍ رامنځته شوې دي.

دولت ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا هم ځينې سخت دريځي طالبان له دغه دفتر سره مخالف وو او د دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته يې ترمنځ بې اعتمادي زياته شوې ده، دولت ته نږدې دغه سرچینه وایي چې دغه ډله د( فدایي محاذ ) په نوم یادیږي .

د قطر دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته امريکا او طالبانو په خپلو لومړيو څرګندونو کې په ډاګه کړه، چې د خبرو په لومړۍ مرحله کې به د بنديانو پر تبادلې خبرې وکړي.

د برغال په نوم امريکايى سرتېرى له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهيسې له طالبانو سره بندي دى او طالبان غواړي ، چې په بدل کې يې خپل پنځه طالب چارواکي له ګوانتانامو خوشې کړي.

خو ياده دولتي سرچينه وايي، چې د قطر د دفتر استازي د بندي امريکايي سرتېري د خوشې کولو واک نه لري او په دغه کار کې ښايي پاتې راشي.

سرچينه وايي، چې دغه امريکايي سرتېرى د پکتيکا د يوه طالب اسماعيل سليمانزي له خوا نيول شوى و، خو سليمانزى اوس په پاکستان کې بندي دى او امريکايي سرتېرى د پکتيا له سخت دريځو طالبانو سره د بند شپې ورځې تېروي.

د سرچينې په وينا، د قطر له دفتره د طالبانو د بيرغ د کښته کېدو او د لوحې د لرې کولو له امله  دطالبانو ترمنځ اختلافات پیدا شوي .

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه ادعا ردوي او دا د خپلو مخالفينو د هغو تبليغاتو لړۍ بولي ، چې د ده په وينا ، له تېرو دوولسو کلونو راهيسې يې کوي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ ترمنځ کلک وحدت موجود دى، هره پرېکړه مو د يوه امير، يوې رهبرۍ او يوه باور له مخې کېږي او هيڅ د کومې ستونزې مجال نه وينو.))

 د نوموړي په وينا، مخالفين به يې کله هم په دې بريالي نه شي،  چې د دوى ترمنځ بې اتفاقي او اختلافات رامنځته کړي.

 د سياسي چارو پوه وحيد مژده بيا د يادې سرچينې څرګندونې د روانې تبليغاتي جګړې يوه برخه بولي او زياتوي، ځينې جهتونه نه غواړي ، چې د قطر د دفتر له لارې د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي او له دې امله يې د تند لارۍ او منځ لارۍ خبرې کوي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د قطر د دفتر او د دغه دفتر د استازو په اړه د طالبانو ترمنځ هېڅ اختلافات نشته، بلکې دغه استازي د امريکا او قطر حکومتونو په غوښتنه په خپله د ملا محمدعمر له خوا معرفي شوي دي.

نوموړي د بنديانو د تبادلې په برخه کې د قطر د استازو د بې واکۍ خبره هم ردوي او زياتوي ، چې ترکي انجنيران او قرغېز پيلوټ د قطر د دفتر د هلو ځلو په پايله کې خوشې شوي دي.

عنايت الله کاکړ، چې د طالبانو په اړه ډېر معلومات لري او له هغوى سره نږدې پاتې شوى، بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د قطر د پروسې د شتون په اړه د طالبانو ترمنځ کوم اختلاف نشته، البته د دې پروسې د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف شته.

دى وايي: ((ځينې معتدل او خبير طالبان دا انګېري ، چې د قطر د دفتر پرانيستل بايد د اوضاع له ژور تحليل وروسته پرته د کوم خارجي فشار له مخې واى.))

د کاکړ په وينا، دغه ډله په دې اند وه،چې د قطر د دفتر د پرانيستلو په برخه کې دومره بېړه او عجله ښايي مطلوبې پايلې ونه لري.

هغه زياتوي، دوى په دې ګومان وو چې د افغانستان دولت د يوه اغېزمن او مطرح جهت په بڼه په پروسه کې له پامه غورځول شوی او دغه کار کېدای شي د دې پروسې سبوتاژ ته لاره هواره کړي او له بده مرغه هماغسې هم شول.

دوى دا هم انګېرله، چې امريکا د افغانستان په قضيه کې اوس هاغسې پرېکنده رول نه لري لکه درې کاله مخکې چې يې درلود؛ ځکه نو که څه تفاهم کېږي، بايد چې له داخلي جهتونو سره وشي.

عنايت الله کاکړ وايي، چې د قطر پروسې ته تر ټولو زيات  نظامي طالبان خوښ دي ، ځکه چې د ده په وينا، هغوى تر بل هر چا ډېر متضرر شوي دي.

د هغه په وينا، نظامي طالبان په پاکستان او افغانستان دواړو کې د خوندي پاتې کېدلو چانسونه نه لري او په حقيقت کې د سولې غږ تر هر څه وړاندې دغو نظاميانو پورته کړی دی.

هغه د فدايي محاذ د نوې ډلې د رامنځته کېدو په اړه وايي: ((زه له دغو اندېښنو سره توافق نه شم کولای، چې وايي ګواکې دغه ډله به د قطر د پروسې پر ضد راوټوکېږي، ځکه چې دغه ډله په ۲۰۰۸ کال کې د ملا داد الله د ملګرو له خو رامنځته شوې ده.))

د کاکړ په وينا، د ملا داد الله تر وژل کېدو وروسته د دې موضوع پر سر د ملامنصور دادالله او د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رامنځته شو.

دى وايي، د ملا داد الله ملګرو ادعا کوله، چې د هغه په وژنه کې د طالبانو ځينې کسان لاس لري او بايد هغوى ونيول شي او دوى ته وسپارل شي، خو د طالبانو مشرانو له پلټنو وروسته په ډاګه کړه، چې هېڅ طالب د دادالله په وژنه کې لاس نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، وروسته د ملا دادالله ورور منصور دادالله د پاکستاني چارواکو له خوا ونيول شو او دغه ډله هم له منځه ولاړه.

کاکړ زياتوي، چې په دې وروستيو کې دغې ډلې بيا سر راپورته کړی او ادعا کوي ، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ژور نفوذ لري او فعاليتونه هم ترسره کوي.

د نوموړي په وينا، حقيقت دا دى چې فدايي محاذ له پخوا څخه شتون درلود، خو له طالب مشرانو سره اختلاف لري ، خو اختلاف يې د قطر پر سر نه ، بلکې په اوپراتيفي چارو کې دی.

خو عنايت کاکړ زياتوي، چې د طالبانو په منځ کې يوه مقتدره او غښتلې ډله شته ، چې هغه پر يوه بين الافغاني تفاهم او ګډ ميکانيزم ټينګار کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه ډله په شورا او کمېسيونو کې پراخ او ژور نفوذ لري او زه ګومان کوم د قطر د پروسې په برخه کې د بېړې عامل هم دغه فکتور و، چې د امارت مشرانو ګومان وکړ ، چې که سم له لاسه مو د سولې په پروسه کې برخه وانه خيسته، نو دغه ډله راباندې غښتلې کېږي او کېدای شي د چارو واګې هم دې ډلې ته په لاس کې ورشي او هغوى به بيا له خپل لرليد سره سم د تفاهم کار پيل کړي.))

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ د خوست يو شمېر مشرانو سره دليدنې پر مهال په ډاګه کړې وه، چې يو شمېر طالبانو ورسره په اړيکه کې د سولې له عالي شورا سره د مذاکراتو چمتووالى ښودلى دى.

هغه زياتوي: “په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانيستل کېدو وروسته يو شمېر افغان طالبانو له موږ سره په اړيکه کې ويلي، چې د جګړې او مذاکراتو کوم غږ ، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر مهال پورته شو، هغه زموږ دريځ نه دی، موږ په افغانستان کې نوره جګړه نه غواړو او حاضر يو، چې د سولې له عالي شورا سره مذاکرات وکړو.”

کرزي ويلي، افغان طالبان له دوى سره په اړيکو کې وايي، چې دوی واحد افغانستان غواړي او د سولې د پروسې تر نامه لاندې د هر ډول مذاکراتو چې تر شا يې د پرديو لاس وي، مخالف دي.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند هم د قطر د دفتر په اړه د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو خبرې ردوي او زياتوي چې دا تکراري اوازې او تبليغات دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا هم د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو، د تندلارۍ او منځ لارۍ خبرې ډېرې شوې وې، خو په حقيقت کې هېڅ نه و.

د نوموړي په وينا، په پاکستان کې پر ملا معتصم اغا بريد او د مولوي اسماعيل تر نيولو وروسته هم داسې اوازې وې، خو وروسته دروغې ثابتې شوې.

ډاکټر ځلاند وايي، طالبان پوهېږي، که چېرې د دوى په منځ کې داسې ستونزې پيدا شي، نو دوى ته سرخوږى جوړېږي، ځکه يې نو کلکه مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه، چې افغان دولت او امريکا د حقاني ډلې، کوېټې شورا او پېښور شورا په نومونو طالبان پر ډلو وېشلي، خو وروسته په خپله حقاني اعلان وکړ، چې ملا عمر يې مشر دى او دا اوازې يې رد کړې.

د ډاکټر ځلاند په وينا، تر څو پورې چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر ژوندى وي، د دوى ترمنځ به هېڅکله اختلافات او ستونزې رامنځته نه شي.

 

له پژواک نه په  مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه : پورته خبرې د پژواک خېلو خپل نظریات دي دنن ټکی اسیا نظر او پالیسي نه څرګندوي – اداره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د