افغانستان

طالبان: هلمند کي مو د عبدالجبار قهرمان او اختطافګرو ګډه دسیسه خنثی کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۵ ل): طالبانو د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چي د هلمند ولایت  په شمالي ولسوالۍ «نوزاد» کي یې د حکومت له لوري د هلمند لپاره د تنظیمه رئیس او نظامي چارو عمومي قومندان عبدالجبار قهرمان هغه دسیسه شنډه کړې چي غوښتل یې په سیمه کي د ټوپکمارو یوه نوې ډله رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دغه اعلامیه کي ویلي چي جبارقهرمان د تېرو دوو میاشتو راهیسي پر دغه پلان کار پیل کړی وو، نوموړۍ زیاتوي چي ددې کار لپاره د جبرقهرمان سره ځینو ځایي اختطافګرو چي ځانو ته دده په وینا مجاهدین وایي او د څه مودې څخه د بغاوت پاروني په هڅو بوخت دي، هم لاس یو کړی وو.

احمدي وړاندي لیکي چي تېره شپه ددوی استخباراتي شبکې او نظامي طالبانو د نوزاد ولسوالۍ په کاریزو سیمه کي ددغه پلان شنډولو په موخه پر یادو اختطافګرو چاپه ووهل چي په ترڅ کښي یې ګڼ اختطافګر چي اکثره یې ځایي اربکیان دي تر سل میله پوري وسلو او ځینو عراده جاتو سره یوځای ونیول سول او د عبدالجبار قهرمان پلان سوي دسیسه شنډه سوه.

تېره ورځ ځینو رسنیو د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د والي ملاعبدالمنان د وژل کیدو خبرونه ورکړل، په راپورونو کي ویل سوي وه چي د طالبانو د هلمند والي «ملاعبدالمنان اخند» په نوزاد ولسوالۍ کي د ملامحمدرسول د پلویانو سره په جګړه کي وژل سوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپره سوي اعلامیه کي دغه اوازې په کلکو ټکو رد کړي او زیاتوي چي نوموړۍ ژوندی دی او هیڅ نوعه زیان نه دی ورته رسېدلی.

د طالبانو د اعلاميې په اړه تراوسه د هلمند چارواکو او عبدالجبار قهرمان کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x