ورزش

ویسټ انډیز د نړیوال شل اوریز جام قهرمان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ویسټ انډيز کرکیټ لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په یوې زړه پورې سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د کرکيټ قهرمانان شول.

ویسټ انډیز یواځېنۍ کرکیټ لوبډله شوه چې ښځې او تر ۱۹ کلنو کم لوبډلې یې هم په یوه وخت کې نړیوال جامونه وګټل.

ویسټ انډيز او انګلستان تر مځ نننۍ پایلوبه د کرکيټ په تاریخ کې بې سارې وه. انګلستان ۱۵۶ منډې هدف ویسټ انډیز ته ورکړ. ویسټ انډيز لومړنۍ درې ویکټې په ۱۱ منډو د لاسه ورکړې. وروسته یې ورو لوبه وکړله. خو سمویلز یو څه لوبه کنترول کړله. براو، ډیرن سمي او انډري رسل هم ونه ځلیدل.

وروستي دوه اورونو کې ۲۷ منډې پاتې وې. لوبه د ویسټ انډيز له لاسونو هغه مهال ووتله چې ویسټ انډيز په دغه اور کې یواځې ۸ منډې جوړې کړې. وروستي شپږو بالونو باندې ۱۹ منډې پاتې وې. په ۶ بالونو ۱۹ منډې پوره کول د وسپنې نینې چیچل دي. کارلوس بارت وایټ توپوهنې ته ولاړ و. بین سټوکس توپ اچونې ته راغی. لومړی دوهم درېیم او څلورم بال یې پرلپسې شپږیزې ووهلې. نوموړي هغه څه وکړل چې ښايي انګلیس په خوب کې هم نه و لیدلي.

د ویسټ انډيز د کپتان ډيرن سامي هغه وینا چې دوی په لوبډله کې ۱۵ لوبې ګټونکي لوبغاړي لري یو ځل بیا ريښتیا شوله. ویسټ انډيز چې څه ډول تر فشار لاندې و، څومره ژر یې چې په حساس وختونو کې ویکټې د لاسه ورکړلې، داسې برېښیدله چې نړیوال جام دا ځل د انګلستان دی.

نننۍ لوبه کې د ویسټ انډيز مارلن سامویلز ۸۵ منډې جوړې کړې، نوموړي مسوولانه لوبه وکړه، نننۍ لوبه ویسټ انډيز د نوموړي د مسوولانه توپ وهنې پر مټ وګټله. نوموړی د لوبې ښه لوبغاړی هم اعلان شو.

تر دې وړاندې د ویسټ انډیز ښځو استرالیا ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او نړیوال جام قهرمانې شوې، همدا راز د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې یې هند ته ماتې ورکړه او قهرمانان شول.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډيز په نړیوال جام کې یواځېنۍ لوبه د افغانستان پر وړاندې وبایلله او نورې ټولې یې وګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x