نظــر

دمسلمانانو دستونزو حل سیاسي مبارزه که سپیڅلی جهاد؟

د ختيځ او لويديځ نازولي روشن فکران يا فکري منحرفين او مرتدين مسلمانانو ته له ظلم او فساد نه د خلاصون او ورنه دتروړل شوي عظمت دبيا لاسته راوړلو په موخه دصبر او زغم نه دکاراخيستلو او له سياسي لارې دمبارزې تلقين کوي، او له جهاد او قتال نه يې رامنع کوي، دوی جهاد او قتال ترسخت تبليغاتي بريد لاندې نيولی، په ويره اچونه او تشدد ترې تعبير کوي، او د آزادی، تمدن او پرمختګ په لاره کې يې خنډ ګڼي، دوی له اسلامي جهادي حرکتونو څخه غواړي، چې خپله وسله پر ځمکه کيږدي، خپل تحريکونه په سياسي خوځښتونو واړوي، ديموکراسي ومني، او دديموکراتيکي مبارزې له لارې دولس درايې په زور خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، خو په تيرو څو لسيزو کې واقعيتونه دا ښيي چې دفکري منحرفينو او مرتدينو دانظر داسلامي رښتونو دفاع کوونکو ته يو دام دی، په الجزائر کې اسلامي تنظيم ټولټاکنې وګټلې خو دلويديځوالو په اشاره دالجزائر پوځ کودتا وکړه، دخلکو له رايو يې سرکشي وکړه، او دالجزائر د اولس له لوري خوښ کړی شوي نمائندګان يې زاندانونو ته واستول، او يا يې قتل کړل، او په لوی لاس يې الجزائر دجنګ په لمبو کې راګير کړ چې تر ننه پورې پکې سوزيږي.

 

دترکيې دفوځ له لوري دنجم الدين اربکان دحکومت رانسکورول  چه دترکي ولس له خوا په ديموکراتيکه توګه ټاکل شوی وو ددې حقيقت يوبل ښه مثال ده .

په تاجکستان او چيچنيا کې د اولس په خوښه دشوروي اتحاد له سقوط وروسته دراغلو بدلونونو په ضد دکريملن او دکريملن دکمونستو ملګرو وسلوال تيری او په منځنۍ اسياکې  دکمونستو استبدادي نظامونو په زور دخلکو دغږ دپورته کيدو مخنيوئ او چپ ساتل ددې حقيقت يو بله ښه بيلګه ده  ده.

او په عربي نړۍ کې د تونس او مصر په اصطلاح له ديموکراتيکو لارو دراغلو بدلونونو په ضد ترسره شوې توطيې ددې حقيقت وروستي ښه  مثالونه دي.

هغه اخوان المسلمين چې اتيا کاله يې په پرلپسې ډول دمصر دفرعونيانو له لاسه سخت کړاوونه وزغمل، مشران يې په زندانونو کې په شهادت ورسول شول، او ژوند يې په زندانونو کې تير شو، او له خپل اصلي مسير نه يې ډير زيات تنزل هم  ترسره کړ بيا يې هم نړيوال کفر په ځانګړې توګه يهود او نصاری او ددوی ملګري راضي نشول کړای او دمصر د اولس په غوڅ اکثريت منتخب شوی حکومت چې ددوی له ګوند څخه وو هغه يې دمصر دپوځ په واسطه رانسکور کړ، کله چې محمد مرسي واک ته ورسيد دده  پرضد يې له اولې ورځې دمصر دپوځ، دمصر دقبطيانو او نورو سيکولر ګوندونو په توسط دسيسې پيل کړې او ديته يې پرينښود چې دمصر دمشکلاتو دحل لپاره خپله تګلاره عملي کړي دمعلوماتو له قراره دده دواکمنۍ په يو کلنه موده کې دده پرضد له درې سوه څخه زيات  دتشدد نه ډک لاريونونه ددوی له خوا  ترسره شول ، او ددوی دغه لاريونونه  دومره له منافقت او دوه مخۍ  نه ډک وو  چې په علني ډول يې داسلام په ضد شعارونه ورکول او داسلام اساسات يې ردول، نن په مصر کې دمصر دخلکو منتخب ولسمشر او ملګري او کابينه يې په زندان کې پرته ده، دمصر د  ولس رايه يرغمل شوې او پرضد يې پاڅون شوی، دملګرو ملتونو په شمول امريکا او دډيموکراسۍ دډول ټول ډنګوونکي يې په وړاندې ډير محتاطانه غبرګون څرګندوي او له دومره منافقت  نه کار اخلي چې دمصر دپوځ عمل کودتا هم نه ګڼي، له پورتنيو حقائقو نه دې پايلې ته رسيږو چې په حقيقت کې تيريګر او دنړی مستبد قوتونه چې دمسلمانانو عظمت يې تروړلی، دمسلمانانو لومړی قبله يې اشغال کړې، په مسلمانانو يې ظالم او مفسد حکومتونه تپلي، عراق، افغانستان، صومال، مالي، چيچنيا او په کشمير يې پوځي تيري روان دي، او داسلامي شخصيتونو او تنظيمونو په ضد توطيې جوړوي، داسلام دمحوې په هڅه کې دي، دوی يوازې دټوپک په ژبه پوهيږي، او ددوی دظلم نه دنجات يوازينۍ لاره سپيڅلی جهاد دی او بس.

دمصر دسيکولرانو وروستی توطيه به په اسلامي نړی کې ددوی دبادارانو دظلم او فساد په ضد يوازې دجهاد او قتال روحيه تقويه کړي او داسلامي نړی ځوانان به دې ته وهڅوي، چې دعربي پسرلي په ديموکراتيکه ډرامه کې په اکټونو خپلې جذبې سړې نکړي، بلکې داسلام په غليمانو د اتلوالو او سرښندونکو بريدونو له لارې هم خپلې سينې يخې کړي، او هم دمظلومو مسلمانانو پرهارونه ټکور کړي، مسلمانان بايد پدې پوه شي چې کافران له تاسې څخه يوازې هغه وخت راضي کيدای شي او هغه وخت به تاسې ته په نسبي ډول دخپل برخليک دټاکلو اجازه درکړي، چې کله تاسې پاک له اسلام څخه تير شئ، او لدې پرته که ديوه ملت سل فيصده رايه دکومې اسلامي سياسي ګوند وګټي بيا به هم داسلامي نظام او يا حتی د يو داسې نظام چې داسلام يو حکم پکې پلی کيږي اجازه درنکړي،

طالبان هم بايد هوښيار واوسي او هر څه ته متوجه وي، ددوی دکاميابی راز روان جهاد ده او بس، صلح او مذاکرات او دقطر دفتر کيدای شي ددوی لپاره يو دام شي، ددفتر له پرانستلو سره سم داسلامي امارت دبيرغ او لوحې لرې کول او په قطر کې داسلامي امارت په موجودو نماينده ګانو پورې دډول ډول ناوړه اوبې اساسه خبرو ورتړل له دغه دام څخه پرده پورته کوي   ځکه له اوسه داسې ښکاري چې په قطر کې دوی ته د دفتر له پرانستلو څخه  موخه په هغه اعتماد باندې تبليغاتي بريد ده چې ديوه سوچه اسلامي جهادي حرکت په توګه په دوی باندې دنړی مسلمانان او خپل هيوادوال لري، او هم په هغه اعتماد باندې چې دطالبانو افرادي قوت يې په خپل قيادت لري، او ددوی په قومانده کې ډلې ډلې دشهادت غوښتنې ډګر ته وړاندې کيږي، په قطر کې دطالبانو موجوده نمائنده ګان بايد دخوراک، څښاک، اوسيدو او له خارجي هياتونو او خارجي خبريالانو که هغه نر وي که ښځه دهغوی سره ملاقتونو پر مهال ډير متوجه وي، ترڅو ددښمن استخباراتي کړی په دوی باندې بدناموونکي اسناد جوړ نشي کړای، خصوصا له ښځينه  خبريالانوسره دملاقات  پر مهال داسلامي شريعت او افغاني عنعنې ټولې لارښوونې په نظر کې ونيول شي، دنماينده ګانو  لباس او ظاهري هيئت يې بايد داسلامي شريعت مطابق وي، خبرې  خصوصا رسمي مرکې اوبيانيې بايد ډيرې سنجول شوي وې او داسې څه ونه وايې چې داسلامي عقيدې او داسلام له احکامو نه تيری پکې وي، بايد ټول په هر ډول مراسمو کې اسلامي عقيده په نظر کې ولري، په خپلو اولادونو خصوصا دخپلو اولادونو دتربيت په برخه کې ډير متوجه وي ترڅو نه غليم دوی ته نفوذ وکړي او نه پر دوی بدنام کننده اسناد برابر کړی شي، په دفتر او کورونو کې بايد دجاسوسی مخفي آلاتو ته متوجه وي، ځکه امريکايان دخپلو اروپايې ملګرو جاسوسي او څارنه کوي، نو دوی به کله بې څارنې پريږدي، دقطر په دفتر کې موجود نماينده ګان بايد هغو منځ ګړو ته چې دوی ته دعلماؤ او خير غوښتونکو په جامه کې راځي ډير متوجه واوسي او دهغو تحائفو او نورو دنيوي رنګينيو او امتيازاتو پر وړاندې ټينګ مقاومت وکړي چې ددوی دزړونو د مايل کولو په موخه به حتماً ورته وړاندې کيږي.

 د قطر ددفتر پروسه داسلامي امارت دسياسي کميسيون او سياسي برخه کې ټولو کار کوونکو ته که هغه لوړ رتبه وي که ټيټ رتبه يو امتحان ده، خو دايمان امتحان، الله مکړه که دوی له سهل انګاری او غفلت نه کار واخيست، او يا يې دخپل قيادت بې اطاعتي وکړه او يايې په ذهن کې په اسلام باندې داسلامي امارت دټينګې دريدنې او جهاد نه ستړيا احساس کړه، او يا له قرباني نه وويريدل نو بيا به په دنيا او آخرت کې دوی له سخت عقوبت سره مخ شي، الله جل جلاله دخپل دين دحفاظت په لاره کې هيچا ته هم نده محتاج خپل دين په حشراتو هم ساتلی شي، دقطر په دفتر کې موجود نمائنده ګان بايد شپه او ورځ دخپل نفس داصلاح په فکر کې شي ، دفرضي او نفلي عباداتو اهتمام وکړي، دقرآنکريم تلاوت او دالله جل جلاله ذکر يې په ژبه وي، په لمانځه او صبر له الله جل جلاله نه مدد وغواړي، په خوراک، څښاک، او ددنيا په نورو ضرورتونو کې له اعتدال نه کار واخلي، په مجاهدينو نفقه وکړي، دبې وزله افغانانو او دسنګر دمجاهدينو بې وزلي او قربانی يې په ذهنونو کې تل نقش وي، دتنکيو فدايانو قربانی بار بار ياد کړي، دقطر ددفتر موجود نماينده ګان بايد ديهودو او نصاراوو او منافقانو ددوکو او فريبونو تاريخ تل مطالعه کړي، او داسلامي نړی داتلانو تاريخ تل وګوري، دقرآنکريم تفسير، دخوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم مبارکه احاديثو کتابونه، دصحابه وو آثار او نبوي سيرت تل مطالعه کړي.

موږ دقطر په دفتر کې په موجودو نمائنده ګانو بې اعتماده نه يو، دوی ډير صالح شخصيتونه دي، ځينې پکې لوی علماء دي، خو انسان په هر حال بيا هم ضعيف وي، او موږ دخپل اطمينان لپاره دخپلې کمې پوهې په اساس هغه څه وريادوو چې ددوی او ګرد اسلامي امت خير پکې نغښتی دي امريکايان او ددوی ملګري داسلامي امارت دمجاهدينو سرښندنو او اتلوليو دې ته مجبور کړي چه دمذاکراتو او سولې لپاره اسلامي امارت ته مراجعه وکړي دا خواستونه دوی له دې امله نه کوی چه دافغانانو غم ورسره ده او يا معقوليت ته معتقد دي  داهغه مغرور او متکبر امريکايان دي  چه دطالبانو نيول او وژل يې شعار وو  او په هيڅ ډول منطق او استدلا ل يې ځان نه پوهاوه  ان شا‌ء الله  فتح دمسلمانانو په برخه ده  او دالله جل جلاله  دنصرت وعدې رښتونې .

ليكوال: حارث حدید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x