افغانستان

په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله دېرش تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): د هېواد په ګڼو سيمو کې ورښتونو او سېلابونو له دېرشو زيات کسان مړه کړي او سلګونو جريبه کرهنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

طبعي پېښو سره د مبارزې وزير ويس برمک وايي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ډېره مرګ ژوبله او زيان په دايکنډي، روزګان او غزني کې رامنځته شوی دی.

يوازې په روزګان کې له شلو زيات کورونه اوبو وړي او د ولايت ګڼو ولسواليو ته تللې لارې هم د اوبو او سېلابونو له امله بندې شوي دي.

د روزګان ولايت چارواکي وايي، چې د سېلابونو له امله د دوو ښځو په ګډون ګڼ کسان مړه شوي او سلګونو جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

د غزني ماليستان ولسوالۍ چارواکي هم وايي، چې د پرله پسې ورښتونو له امله ډېره زياته کرهنيزه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.

د ماليستان ولسوال علي هدايت ويلي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د سيمې ډېری اوسېدونکي اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځايونو ته خپلې کډې يوسي.

په جاغوري او قره‌باغ ولسواليو کې هم ورښتونو او سېلابونو پرېمانه زيانونه اړولي دي.

د محمد اکرم په نوم د قره‌باغ يو اوسېدونکی وايي، چې سختو بارانونو سلګونو جريبه کرهنيزې ځمکې او باغونه له منځه وړي دي.

د هوا پېژندنې ادارې د نورو ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه هم کړې او زياتوي، چې کېدای شي د بارانونو له امله کرهنيزو ځمکو او ولسي خلکو ته زيانونه واوړي.

تېر کال هم د هېواد په لر و بر کې د موسمي بارانونو له امله ۱۳۰ کسان مړه شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x