fbpx

روزګان: طالبانو دهراود کې د ۳۵ عسکرو د مرګ ـ ژوبلې دعوه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د پرلپسې جګړو په اوږدو کې طالبانو دیوی خبر پاڼی په خپره ولوسره ویلې چې تر اوسه يې ۲۰تنه عسکر وژلي او شاوخوا ۱۵نتنه ور يې ټپيان کړي دي.

دوی همدا راز زیاته کړي چې د دهراود په مرچه سیمه کې يې هغه کتار ځپلی کوم چې د دې ولسوالۍ د تړلیو لارو د خلاصون په موخه ور خوځېدلی و.

د خبرپاڼې له مخې جګړه د ورځې سهار پيل او د شپې تر دوو بجو يې دوام کړی دی.

دوی په جګړه کې د خپلو دوو تنو ملګرو ټپي کېدل هم منلي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کی زیاته کړی چی د دوی په وینا له دښمن څخه یی ۴ امریکایي ثقیلان ، ۸ امریکایي ټوپکونه ، ۳ راکټونه اوګڼ شمیر مهمات یې غنیمت کړی اودښمن له سیمي نه په تېښته بریالی شو.»

ياده دې وي تېره اوونۍ هم د روزګان ځايي چارواکو د دهراود د سقوط ته نږدې کېدو وېره ښکاره کړه او پر مرکزي حکومت يې غږ وکړ، چې مرستې ته يې دې ور ودانګي.

له بله اړخه طالبانو ولسوالۍ کې د محاصره ځواکونو لپاره د مرستې ټولې ځمکنۍ لارې تړلې دي، چې لا يې هم دولت په خلاصون کې ناکام پاتې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د