نړۍ

سوريه کې د يو ډګروال په ګډون څلور ايراني سلاکاران وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): ايراني رسنۍ وايي، چې د ايران دفاع وزارت انقلاب ساتونکي ځواک يو ډګروال او درې نظامي سلاکاران د سوريې په شمال کې وژل شوي دي.

ايراني رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې ډګروال ماشاءالله شمسه او ضابط ابراهيم خاني د انقلاب ساتونکي ځواک غړي وو، چې تېره ورځ د دوی په وينا د ترهګرو په ډزو کې ووژل شول.

ايراني رسنۍ همدارنګه زياتوي، چې د دفاع وزارت دوه سلاکاران هم د مخالفينو په ډزو کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې جمال رضا او سعيد مسافر په سوريه کې د ايران نظامي سلاکاران وو، چې حلب کې ښار کې د مخالفينو په بريد کې له منځه ولاړل.

۲۰۱۱م راهيسې، چې سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شول او بيا دغه سوله‌‌ييز پاڅونونه په وسله‌وال مقاومت بدل شوي، ايراني عسکر او شيعه حزب الله ډله د ولسي مخالفينو د ځپلو لپاره د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.

د رسنيو له قوله سوريه کې د ايراني وژل شوو افسرانو او پوځيانو شمېر ۲۱۰ ته ورسېد.

ايراني چارواکي وايي، چې د دوی سرتيري سوريه کې د ايران د دفاع لپاره جنګيږي او «په دغه قربانۍ» ايران ته د ګواښ غځيدو مخنيوی کوي.

د ايران انقلابي ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري ويلي، که د دوی سرتېري د سوريې جګړې ته نه وای تللي، نو د مخالفينو ګواښونه به د ايران خاورې ته رسېدلي وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x