
جهادي مشرانو هم اجراییه ریاست نا مشروع وګاڼه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د جهادي او ملي ګوندونو عالی شورا وايي چې د دوو کلونو په تېرېدو سره د ولسمشر مشروعیت پر خپل ځای، خو اجراییه ریاست خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
د دې شورا غړی ذبیح الله وايي چې د دواړو مشرانو تر منځ د شوي توافق له مخې اجراییه ریاست ورو – ورو خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
دې شورا د هېواد روان اقتصادي وضعیت د فساد ښکار وباله او په امنیتي برخه کې يې د امنيتي ځواکونو تېښته چې دوی يې تکتیکي شاتګ بولي هم د اندېښنې وړ وباله.
دغه شورا چې د جهادي ګوندونو له یووالي جوړه ده، په دولتي ادارو کې فساد له زغمه وتلی بولي او وايي چې باید د هېواد سیاسی کنټرول لپاره دواړه مشران خپلې ژمنې پوره کړي.
د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله تر منځ د شوي توافق له مخې دوی باید د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې لویه جرګه را وغواړي چې اساسي قانون تعدیل او اجراییه ریاست ته مشروعیت ورکړي، خو لا هم د دې هڅو کوم څرک نه لګېږي.
د جهادي ګوندونو دغه شورا په داسې حال کې د اجراییه ریاست د نامشروعیت او امنیتي وضعیت د ګډوډېدو اندېښنه ښيي چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې نږدې ټولو جهادي ډلو له عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و.