Itisalat quran contest

د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان شپږمه کلنۍ سیالي په لاره واچول شوه

 د افغانستان اتصالات د قرآن پاک دحسن تلاوت ۶مه کلنۍ سیالي په کابل کې په لاره واچوله.  سیالي د جولای په ۷مه نیټه پیل شوه، چې تر ۱۲ ورځو پورې به دوام وکړي. پدې تړاو د شمشاد تلویزیون په مرکزي دفتر کې یوه غونډه دایره شوه، چې پکې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د اتصالات اداري چارواکو او د رسنیو ګڼو استازو ګډون درلود.

ددې سیالیو څارنه (داوري) د هیواد د وتلو قاریانو لخوا کیږي، پدې سیالۍ کې د ګډون په موخه د هیواد له ۵ زونونو څخه تر ۲۰۰۰ ډیرو کسانو  نوم لیکنه کړیده. ددې ازمایښتي پړاو څخه به وروسته ۳۰ تنه په بل پړاو کې د ګډون لپاره غوره شي.   

د غونډې پرمهال د اتصالات د سوداګریزو چارو مسوول یاسرابوالعمام وویل، ډیر خوښ یم، چې د حس تلاوت ددې فصل د سیالیو خبر درکړم. د اسلامي سنتونو دودول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي وړاندې وویل، د افغانستان اتصالات په استازیتوب ټولو ګډونکوونکو ته په دې سیاليو کې د  ګډون له کبله مبارکي وایم، او هیله لرم چې ګټونکي شي او ددوي دا ګډون د دوی او افغان ټولنې لپاره د نیکمرغي سبب وګرځي.

د یادولو ده، چې دا سیالۍ به د روژې په میاشت کې د روژه ماتي څخه وړاندې د شمشاد ټلویزیون له لوري خپرې شي.

په همدې حال کې د دولت یو تن کارکوونکي چې ددې سیالیو د پرانستې په غونډه کې یې ګډون  درلود وویل، اسلامي فرهنګ ته وده روکول، لکه د قران پاک حسن تلاوت زمونږ د ټولنې یوه له اساسي اړتیاوو څخه دي.

هغه زیاته کړه، دا پروګرام د اسلامي فرهنګ او سنت د ودې او پرمختګ باعث ګرځي او د ځوانانو لپاره اسلامي ارزښتونو او موضوعاتو ته د پام اړولو لامل کیږي.  اتصالات د یو اسلامي کمپنۍ په توګه تل هڅه کړیده چې د افغانانو لپاره دخدمت کولو مصدر وګرځي. مونږ د اتصالات له دې ټولو همکاریو او مرستو څخه ډیر منندوی یو او د دوی د لابریا په هیله یو.

د قرآن سیالي یو اسلامي پروګرام دی، چې هر کال د اتصالات لخوا په لاره اچول کیږي. په لومړي ځل دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې په لاره واچول شوې، چې ډیر ژر د افغانانو په مینځ کې په یوه وتلي پروګرام بدل شو. هر کال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونه قاریان  پدې ځانګړي او مهم پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته راځي، ددې سیالي د رول له مخې، د داورانو داوري، د حفظ، تجوید او د قرآن د حس تلاوت له مخې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې ددې سیالیو له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې ګټونکو ته  د اتصالات لخوا نغدي جایزې په پام کې نیول شوېده.

پای

د جولای ۷مه نیټه ۲۰۱۳

اتصالات خبرپاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د