برېښنايي تذکرو کې د افغان پر لیکلو هوکړه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د کابینې د قوانینو کمېټې په برېښنايي تذکرو کې د افغان پر لیکلو هوکړه وکړه.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون د شپږمې مادې د تغیراتو له مخې که چېرته دا هوکړه لیک ملي شورا هم تصویب کړي د عمل وړ به وګرځي.

که ملي شورا پرې هوکړه وکړي نو په برېښنايي تذکرو کې به د ملت په توګه افغان او له هر فرد سر به د هغه قوم، پښتنون، تاجک هزارا او… هم لیکل کېږي.

د ګډ حکومت له پیل سره د برېښنايي تذکرو وېش ځکه له ځنډ او خنډ سره مخ شو، چې د ملت اکثریت په دې تذکرو کې د دین او «افغان» ملت یادونه ضروري ګڼله، د ګډ حکومت مسوولینو ژمنه وکړه چې دوی به د دې تذکرو وېش له خلکو سره تر مشورې پورې ځنډوي.

ياده دې وي د برېښنايي تذکرو د وېش دقیقه نېټه لا هم نه ده په ګوته شوي، خو اجراییه ریاست په پوره ټينګار سره تر پارلماني ټاکنو وړاندې د دې تذکرو وېش حتمي بولي.

د هغه په خبره د برېښنايي تذکرو له وېش پرته د شفافو ټاکنو تصور امکان نه لري.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په نوم رامنځته شوي کمیسیون هم وړاندې ويلي و، چې د دوی هڅې به تر هغوی کومې ښې پایلې ونه لري چې تر څو په ټول هېواد کې دغه تذکرې ووېشل، ټول نفوس ثبت او د ټاکنو بهیر روڼ ترسره شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

تر مسنون سلام او ادب وروسته: په برېښنايي تذکرو کي خو د دين او افغان لیکل زیات اړين او د عقل سره سم کار باله سي، بې له دې به تذکره نيمګړې وي او هرڅه ژر وېشل يې هم منې چي ښه او اړين کار دی، خو زه په دې اړه دوه لاندي تأمله لرم: (الف) ښايي په دغه تذکره کي د نوو کمپيوټري پاسپورټونو غوندي نوري نيمګتياوي هم وي. په کمپيوټري پاسپورټونو کي د شتو نيمګړتياوو له امله دا ډېر عمر کيږي چي پر دغو پاسپورټونو باندي دبی خپلي وېزي بندي کړي دي. چي له امله يې د ډېرو… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! د تذکری معنی د هغه شخص پیژند پانه ده څومره ضروری معلومات چه ورپکی وی ښه والی لږ تر لږه هغه لویه پيژندنه لکه افغانیت او اسلامیت خو باید ورپکی وی که نه نو پیا په کار نه دی وایی هغه چه د میړه توب مردی ونه لری هغه میړه نه دی ، وایی تر هغه میړه کونده ښه ده . له دی تذکرو اخستلو نه اخستل ډیره ګټه لری زه باور لرم په دی تذکرو کی به یی داسی چیپ ننویستی یا ځای په ځای کړی وی جه جیری یی هلته دی په نښه… نور لوستل »