هلمند: د لوړ پوړو دولتي چارواکو دندې ځنډول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د وروستیو نا امنیو د ملامتیا له امله د دې ولایت د ځينو لوړ پوړو چارواکو دندې ځنډول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري د هلمند د مرستیال والي، امنیه قومندان او د قول اردو د عمومي قومندان دندې ځکه ځنډول شوې چې دوی د هلمند د نا امنۍ په ورکولو کې پاتې راغلي دي.

په هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان هم د دوی د دندو ځنډولو پخلی کړی او ویلي يې دي چې دغه چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې د طالبانو پر وړاندې یو ګام وړاندې لاړشي.

قهرمان چې له نږدې دریو میاشتو راهیسې په هلمند کې د جګړې مشري پر غاړه لري څو ورځې وړاندې هم ګواښ کړی و، چې د ده پلانونو ته غوږ نه نیول کېږي او که دا چارې همداسې دوام وکړي دی به ډېر ژر کابل ته ستون شي.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د دې چارواکو دندې يې پر نورو عواملو سربېره له قهرمان سره د نه همغږۍ له امله ځنډولې اوکنه.

هلمند چې د جګړې ځانګړی فصل نه لري د مرکز په ګډون يې په ګڼو ولسواليو کې پرلپسې جګړه روانه ده.

عبدالجبار قهرمان چې په هلمند کې يې د طالبانو د ماتولو لپاره ټټر وهلی و، د امنیتي ځواکونو د ماتې اصلي علت د دوی تر منځ نه همغږي په ګوته کوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

په پښتو کې متل دی چې وایي: پښې وښویدې او ګرم کوناټی شوه.

ناقهرمان له ډاره یو قدم وړاندې اخیستی نه شی اوس وایي زما خبره نه اوریدل کیږي. ریښتیا ده چې وایي تیږه پخپل ځای درنده وي. که د سړي غوندې په کابل کې ناست وی او خپلې تبصرې دې کولای نو دا به تردې بې غیرتۍ چې اوس ترې سر ټکوې ډیره ښه وای. مه خفه کیږه قهر منه!!!!

څارنوال علیزی
میلمه

دجنګ خبری خوږی خو ساعت یی تریخ دی

مجاهد
میلمه

مګر هغه جنګ چه سپیڅلی هدف ولری د خاوری ،خلکو ، خپلواکی ، ناموس د دفاع او د الله ج د رضا د پاره وی د جنګ خبری یی ترخی خو د شهادت وینی تویدل یی خواږه وی د قیامت په ورخ شهید په جنتو کی د شهادت ارمان کوی وایی چه ژوندی کیدی او په شهادت پرله پسی دای حالت جریان لرلی نو تر دی به خوږوالی جیری وی
هو دهغو د پاره چه د ډالرو په خاطر جنګ کوی دهغوی هدف ډالری وی د جنګ خبری خوږی خو ساعت یی تر یخ وی

څارنوال علیزی
میلمه

ښاغلی مجاهد صاحب!
ستاخبره حق اورښتیا ده . خدای تعالی ج دی دهر مسلمان رښتنی شهادت دخدای درضا دپار نصیب کړی .