افغانستان

بې پولې ډاکټران: که د خوندیتوب ضمانت نه وي د کندز روغتون نه پرانیزو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د بې پولې ډاکټرانو سازمان د امریکايي ځواکونو لخوا په کندز کې بمبار شوی روغتون تر هغه نه پرانیزي چې د روغتون، طبي پرسونل او ناروغانو د امنیت او خوندیتوب ډاډ او ضمانت یې نه وي ترلاسه کړی.

نوموړي سازمان د یادې پیښې د شپږ میاشتو تیریدو په مناست په یوې خپرپانه کې ویلي:

«مونږ تر هرڅه مخکې د جګړې له ټولو اړخونو څخه څرګند ضمانت غواړو چې زمونږ پرسونل او طبي خدمات به له بریدونو څخه خوندي وي، زمونږ د ډاکټرانو، نرسانو او نور پرسونل د کار او خدمت به درناوی کیږي، مونږ ته باید دا اطمنان راکړل شي چې په افغانستان کې د خپلو اصولو او نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې کار کولی شو او پرته له دې چې د یو ناروغ سیاسي تړاو په نظر کې ونیسو، د ټولو اړمنو خلکو په یو شان علاج وکړو».

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي چې د کندز روغتون د ۲۰۱۱ کال څخه راهیسې نه یوازې د کندز بلکې د شمال ختیځ زون ټولو اوسیدونکو ته وړیا او په عالي معیار روغتیايي خدمات وړاندې کول.

یاد سازمان زیاتوي چې د امریکايي ځواکونو له بمبار وروسته یې د روغتون د تړلو پریکړه کړې چې له کبله یې له هماغه وخته تر نن ورځې پورې زرګونه اړمن ناروغان له تداوۍ او عاجلو طبي خدماتو څخه محروم پاتې دي.

پوره شپږ میاشتې وړاندې امریکايي ځواکونو په کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون بمبار کړ او لږ تر لږه ۴۲ تنه یې ووژل. په وژل شوو کې ۱۴ تنه د روغتون طبي پرسونل او ۲۴ ناروغان شامل وه. خو د ځینو سرچینو په قول د وژل شوو کسانو شمېر اتیاوو ته رسیيږي.

له پیښې وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان لفظي بخښنه غوښتې وه او هغه مهال له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې خوښې څرګنده شوې وه چې د ناټو قومندان له ولسمشر سره ټلیفوني اړیکي نیولي او د ولسي افغانانو په وژنې یې بخښنه غوښتې ده.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني همدا راز ویلي وه چې د پېښې د څیړلو په موخه یې «باصلاحیته او غیر دولتي پلاوی ګومارلی دی» او ژمنه یې کړې وه چې راپور به یې د ټولو په واک کې ورکوي، چې د میاشتو په تيریدو یې لا هم پایلې نه دي اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x