جنرال بابه جان

چارواکي: سږ کال د شمال د سقوط وېره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): په شمال کې پوځي مسوولین وايي چې روان کال کې د بشپړ شمال د سقوط وېره ورسره ده.
 
په شمال کې د پامير ۷۰۷ زون مشر جنرال بابه جان وايي چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ طالبانو هوډ کړی چې پخپلو سږنيو عملیاتو کې له شماله د دولت لاس لنډ کړي.
 
نوموړي تېره ورځ په مزار شریف کې یوې غوڼډې ته وویل چې طالبان د نويو عملیاتو له پیل سره سم د څو ولسوالیو د سقوط پلان لري.
 
که څه هم نوموړي د ټول شمال د سقوط وېره ښکاره کړه، ورسره يې په څنګ کې په ډاګه کړه چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو د دفاع وس لري.
 
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم ومنله چې سږنی کال به له ګڼو امنیتي ننګونو ډک وي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وويل چې روان لمریز کال به امنیتي ځواکونو ته له ګڼو امنیتي ګواښونو ډک یو کال وي.
 
ياده دې وي دولت د طالبانو د ځپلو په موخه په ځينو ولایتونو کې عملیات پیل کړي، خو طالبانو لا هم د سږ کال د خپلو نویو عملیاتو په اړه څه نه دي ويلي.
 
حکومت په داسې حال کې د جګړې د توندۍ خبره کوي چې تېره مارچ میاشت يې د سولې په تمه د پاکستان په کوربه توب د مخامخ خبرو میاشت بلله.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د