افغانستان

درې لوړ پوړي نوماندان ولسي جرګې ته ور پېژندل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته درې لوړپوړي نوماندان د باور رایې اخیستو په تمه ور وپېژندل شول.

د کورنیو چارو نوماند وزیر جنرال تاج محمد جاهد، د سترې محکمې عالي شورا نوماند غړی محمد زمان سنګري او لویۍ څارنوالۍ ته نوماند محمد فريد حمیدي هغه کسان و، چې نن د ولسمشر د دویم مرستیال له لوري ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر محمد نبي فراهي د دوی د پېژندنو په اړه وویل چې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند تاج محمد جاهد له حربي پوهنتونه لیسانس لري او تر دې وړاندې يې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې دنده اجرا کړې ده.

فراهي محمد زمان سنګر د کابل پوهنتون له شرعیاتو او محمد فرید حمیدي يې له حقوقو فارغان یاد کړل.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي پر دولت غږ وکړ چې د نورو مهمو ادارو چې لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي نوماندان ور معرفي شي.

ولسي جرګه به د نوماندانو د اسنادو له څېړلو وروسته د رایې ورکونې په اړه هوډ نیسي.

ياده دې وي لا هم د ګڼو ولایتونو په ګډون دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x