ابو فراس السوري ۲۲ کاله په افغانستان کي پاته سوی دی

سوریه کي د القاعدې د شوری غړی وژل سوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): په سوریه کي د القاعده تنظیم د څانګي «جبهه النصره» پخوانی ویاند او ددغه تنظیم د شورا غړی ابو فراس السوري تېره ورځ په هوایي برید کي وژل سوی دی.

د سوریې دولتي تلویزیون په یوه خبر کي ویلي چي د هیواد په شمال ختیځ ولایت ادلب کي ددوی د یوه هوایي برید په پایله کي د جبهة النصره پخوانی ویاند او د شوری غړی ابو فراس د څو تنو نورو ملګرو سره یوځای وژل سوی دی.

که څه هم د اسد رژیم د ابو فراس د وژلو ادعا کړې خو په سیمه کي نوري سرچینې وایي چي نوموړۍ د رژیم په هوایي برید کي نه بلکه د امریکایانو د بې پلوټه الوتکي په برید کي وژل سوی دی، عربي رسنیو د هغه سره د ۲۰ کسانو نورو د وژل کیدو خبره هم کړې.

په برید کي د ابو فراس د دوو زامنو د وژل کیدو خبرونه هم ورکړل سوي دي.

ابو فراس السوري په دمشق کي زیږیدلی او همدلته د حربي پوهنځۍ څخه فارغ سوی، د اسلامپالو سره د اړیکو په تور د پوځ څخه ایستل سوی او په ۱۹۸۱م کال کي افغانستان ته د مجاهدینو سره د یوځای کیدو لپاره راغلی دی.

په ۱۹۸۳م کال کي د اسامه بن لادن سره یوځای سو او وروسته یې د «لښکرطیبه» تأسیس وکړ، ددغي ډلي نظامي روزنه ابوفراس پر غاړه واخیستل او مالي مرسته یې اسامه بن لادن کول، لښکرطیبه په کشمیر کي فعالیت پیل کړ او په دې وروستیو کي یې شتون ډیر لږ تر سترګو کیږي.

ابو فراس السوري تر ۲۰۰۳م کال پوري په افغانستان کي پاته سوی او وروسته بیا یمن ته تللی دی، د یمن څخه په ۲۰۱۳م کال کي سوریې ته ولاړ او هلته یي د داعش او القاعده ترمنځ د اختلافاتو هوارولو هڅي پیل کړي چي کومه پایله یې ورنه کړل.

نوموړۍ د القاعده تنظیم د څانګي جبهة النصره سره یوځای سو او د څه مودې لپاره د تنظیم ویاند هم پاته سو خو وروسته د شوری غړی وټاکل سو او په ادلب کي یې د جنګیالیو د روزني دنده ور په غاړه کړل.

نوموړۍ تېره ورځ هغه وخت ووژل سو کله چي جبهة النصره پر «عیس» ښارګوټي برید وکړ او هغه یې ونیوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د