افغانستان

طالبان په مصر کي عسکري انقلاب د نړیوال قانون خلاف کار بولي

طالبانو د مصر د پيښو په اړه خپل په دریځ کي ویلي چي غربیان او سیکولران خپل د ځانګړو موخو او اهدافو ته د رسیدلو لپاره د ټولټاکنو، انصاف او عدالت شعارونه ورکوي، او کله چي همدا ټاکني، انصاف او د ولس غوښتني ددوی د اهدافو او موخو سره په ټکر کي راشي نو دوی بیا تر هر څه تیر شي او خپل هدف تر هر څه غوره وبولي.

د قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چی د افغانستان اسلامي امارت په مصر کي د ولسمشر دکتور محمد مرسي په وړاندي کودتا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي او په مصر کي په اسلامي امت غږ کوي چي له زغم ، حکمت او حوصلې نه کار واخلي، او پرې نه ږدي چي د ولس تر منځ د کرکي او اختلاف واټن زیات سي.

همدا رنګه طالبانو پر ټولي نړی، اسلامي هیوادونو، ملګرو ملتونو، اسلامي کانفرانس او نړیوالو ټولنو غږ کړی چي د مصري ولس د غوښتنو تر څنګ ودریږي، او د مظلومانو مرستي ته را ودانګي.

نن ټکی اسیا ته را رسیدلی اعلامیې په لاندي توګه ده، چي مونږ یی په خپل وار خپل د لوستونکو په مخکي کټ مټ ږدو:


د مصر اسلامي هېواد د وروستیو پېښو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

     نېږدې دوه کاله وړاندې د مصر اسلامي هېواد ولس وکړای شول چې د سوله ایزو لاریونو او پاڅونو له مخې د حسني مبارک دوه دیرش کلنې دورې ته د پای ټکی کېږدي، چې په پایله کې یې له ډېرو ستونزو او هلو ځلو  وروسته د رڼو او خپلواکو ټاکنو په ترڅ کې دکتور محمد مرسي چې د اخوان المسلمین تنظیم مخکښ غړی او د آزادۍ او عدالت ( الحریة والعدالة )  ګوند مشر و، د ولسمشر  په توګه وټاکل شو، ډېر وخت لا نه وتېر شوی چې د نوموړي په وړاندې په لوی لاس مخالفتونو ته لمن ووهل شوه، تر دې چې د تېرې چهار شنبې په  بیګاه ۲۰۱۳ / ۷ / ۳  پوځ د لاریون کوونکو له شعارونو نه په استفادې سره  چې  کمونیستي او لیبرالي ډلو یې مشری پر غاړه لرله د یوې کودتاه په ترڅ کې ښاغلی محمد مرسي چې د ولس منتخب ولسمشر  و،  دولسمشرۍ له څوکۍ لیرې  کړ، او بیا یې په یو نامعلوم ځای کې تر ننه پورې نظر بند ساتلی.

     له هغه وروسته نورو اسلامي ګوندونو او د ښاغلي محمد مرسي پلویانو چې له مخکې لارو  کوڅو ته راوتلي وو، د جمعې په ورځ  ۲۰۱۳ / ۷ / ۵ یې د مصر په ټولو ښارونو کې پراخ لاریونونه تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې له یوې خوا د اسلامي ګوندونو او مخالفینو تر منځ چې د پوځ خواخوږي ورسره مله وه، او له بلې خوا د پوځ، پولیسو او اسلامي ګوندونو، تر منځ  ګڼې نښتې را منځته شوې،  کومې چې په ترڅ کې یې په رزهاوو خلک ټپیان او په لسهاوو ووژل شول چې  زیاتره یې تر اسلامي ګوندونو پورې تړاو لرونکي کسان وو، او دا لړۍ لا اوس هم دوام لري.

   له دې نه په ډاګه کېږي چې  ټولټاکنې، دولس غوښتنې، انصاف، عدالت او امنیت هغه شعارونه دي چې غربیان او سیکولران یې هسې  خپلو ځانګړو موخو ته د رسېدو او دخلکو دتېر ایستلو لپاره کاروي، هر کله چې ددوی موخې د  ولس له غوښتنو، انصاف، عدالت او امنیت سره په ټکر کې شي بیا  نه دولس د وینو تویولو  پروا لري، نه د انصاف او عدالت  تر پښو لاندې کولو او نه هم د امنیت د ګډوډولو، چې له دې وړاندې په الجزایر او ترکیه کې دټولټاکنو په پایله کې د را منځ ته شویو منتخبو حکومتونو  چپه کول ښې بېلګې دي. دافغانستان اسلامي امارت دمصر داسلامي خوځښتونو په نماینده ولسمشر محمد مرسي باندی کودتا او په زور له واک لري کول دغه راز دمسلمانانو مبارزینو وژل او نیول د ټولو قوانینو خلاف عمل بولي، پر مصري ولس غږ کوي چې داسلامي اصولوپه رڼا کې له زغم، حکمت او حوصلې نه کار واخلي په ځانګړي ډول اسلامي ګوندونه باید سره یو شي، او  پرې نږدي چې د ولس تر منځ د کرکو او نفرتونو اورونه نور هم پسې زور واخلي، همدا رنګه پر ټوله نړۍ، اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو  نړیوالو ټولنو غږ کوي چې د قانون په رڼا کې د مصري ولس د ارادو او غوښتنو تر څنګ ودرېږي، د مظلومانو مرستې ته را ودانګي او دظلم د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

قاري محمد یوسف احمدي دافغانستان داسلامي امارت ویاند

2013/7/7

۱۴۳۴/شعبان/۲۸هق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x