د الجزیرې خبریال، فیصل قاسم

فیصل قاسم: تر امریکایانو زیات منافقین مې نه دي لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): سوریايي لیکوال او ژورنالیست او د الجزیرې خبریال «فیصل قاسم» وايي چې امریکايي چارواکي د ترکيې ولسمشر «رجب طیب اردوګان» پر خلاف د هر لوی او کوچني پاڅون هرکلی کوي خو په سوریه کې د بشار الاسد په ظلمونو سترګې پټوي.

فیصل قاسم زیاتوي چې رجب طیب اردوګان د انتخاباتو له لارې په مشروعه طریقه واک ته رسېدلی خو امریکايي رسنۍ او چارواکي پرې نیوکې کوي او «دکتاتور» یې ګڼي. نوموړی وايي «خو همدغه امریکايي رسنۍ بیا د شام د هلاکو بشار الاسد په ستاینو او صفت نه مړیږي».

ښاغلي قاسم په خواله ویب پاڼې (فیسبوک) کې په خپلې پاڼې لیکلي چې امریکا ته د رجب طیب اردوګان د سفر پر مهال په هغه له دې کبله سختې نیوکې وشوې چې په ترکیه کې یې یو خبریال نیولی وه.

د هغه په باور «اردوګان د امریکا په نزد دکتاتور دی، ځکه چې له ترکي خبریال څخه یې تحقیقات کړي دي، خو بشار الاسد چې یو میلیون سوریايي وګړي ووژل، یو نیم میلیون یې د تورو تمبو شاته وغورځول، د سوریې درې څلورمه برخه یې ونړوله او نیمايي ولس یې ګډوالۍ ته اړ کړ، د واشنګټن د دروغو او منافقت ګوډي وايي چې دا د سوریې ولس خپلمنځي موضوع ده».

فیصل قاسم زیاتوي:

«تر اوسه مې تر امریکایانو زیات منافق خلک نه دي لیدلي».

د یادونې وړ ده چې ترکي چارواکو د «جمهوریت» ورځپاڼې دوه خبریالان د جاسوسۍ په تور نیولي چې د مخالفو کړیو او هیوادونو توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

تېره اونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په استانبول کې د هغو هیوادونو په قونصلانو سختې نیوکې وکړې چې د یادو خبریالانو د محاکمې ناستې ته ورغلي وه.

ښاغلی اردوګان هغوی ته په خطاب کې زیاته کړه:

«تاسو د کوم حق له مخې محکمې ته تللي یاست؟ ډیپلوماسي خپل آداب لري، دا ستاسو هیواد نه دی، دا ترکیه ده، تاسو یوازې د خپلو قونصلګریو دننه ګرځیدی شئ، د بهر ګرځیدو لپاره به اجازه اخلئ».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

الله دې ورسره مل شي، واقعي مشر چې خپل دین او هم هیواد ته وفاداره دی.

(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

ته اوس پوی شوی نو تا سه کوو تا ددوی په حکومتونو کی مخلص مسلمان لتاوو او که پکی دمسلمانانو مخلصین لتاوو؟
ولی نو تا پکی صادقین لتوو او که مومنان دی لتاوو؟####

مجاهد
میلمه
مجاهد

د امریکا د فریمسنری یا ماسونیزم ( منافقت او شیطانت ) جوړه شوی اولنی جمهور ریس ( جورج واشنګټن ) د فریمسنری ریس وو اولنی ډالر چه د نورو ډالرو بنسټ او واحد دی د فرعونی مصر د فریمنسنری تصویر او نوری نشانی پری لګول شوی له هماغه اوله ورځی د فری مسنری ( نیو ورلډ ارډر ) یا دجالی نړیوال حکومت د پاره یی د حکومت ټول اړخونه حتی دغه نړیوال دین او نظام ( دموکراسی ) یی رامنځته کړی چه ټوله نړی باید یو نظام ، یوه سکه ، یو دین او یو فرهنګ ولری ، ماسونیزم د… نور لوستل »