لینوو خپل تر ټولو ستر ټبلېټ وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): لینوو یوګا هوم ۳۱۰ (Lenovo Yoga Home 310) د لینوو د کمپنۍ تر ټولو وروستی ټبلېټ نوم دی چې تصویرونه يي خپاره شوي.

د لینوو د کمپنۍ په وینا دغه ټبلېټ د کورنیو لپاره ډیزاین شوی چې له همدې امله ستر سکرین لري او کاروونکي کولی شي دغه ټبلېټ پر خپل میز وکاروي او یا هم د تلویزیون په ډول يي دیوال کې ځای پر ځای کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهان دغه ټبلېټ د AIO (All in One) کمپیوټر  په نوم هم نومولی. د لینوو چینایۍ کمپنۍ په وینا کاروونکي کولی شي له دغې ټبلېټ څخه په مختلفو ډولونو کار واخلي.

د لینوو کمپنۍ یوګا هوم ۳۱۰ (Yoga Home 310) له ۱۷.۳ انچه ډسپلې سره د مختلفو ورځنیو فعالیتونو لکه د ویډیو او تصویرونو کتل، تصویرونو شریکول او داسې نورو لپاره ډیزاین شوی.

دغه ټبلېټ کې یو شمیر ځانګړې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي. د مثال په ډول یوګا هوم ۳۱۰ (Yoga Home 310) کې پر یو وخت دوه کارکوونکی کولی شي کار وکړي چې له دې سربیره ځینې څو کسیزه اپلیکیشنونه هم په کې له وړاندې څخه اچول شوي.

د لینوو کمپنۍ تر دې مهال لینوو یوګا هوم ۳۱۰ (Yoga Home 310) ټبلېټ د بيې په اړه څه دی ویلی خو د ټکنالوژي کارپوهانو په وینا د دغې ټبلېټ بیه به کمه نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د