نړۍ

خيبرپښتونخوا کې ورښتونو او سېلابونو ۶۵ کسان مړه کړي

د پاکستان خيبرپښتونخوا ايالت، سوات، شانګله، نيلم دره، ګلګت بلتستان او نورو سيمو کې ورښتونو او سېلابونو ۶۵ کسان وژلي او له دېرشو زيات يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان په ګڼو سيمو کې د ځمکې ښوېدو له امله لارې بندې دي، د سوات شانګله سيمه کې د بارانونو او سېلابونو له امله څلوېښت کورونه ويجاړ شوي او سلګونو جريیه کرهنيزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

د پاکستاني چارواکو په وينا تر اوسه د پرله پسې ورښتونو له امله شانګله کې پنځلس، سوات کې شپږ، چلاس کې څلور، دير، چارسد، ملاکنډ، چترال او مانسهره کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوات کبل او نورو سيمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر خلک اوبو وړي، شانګله کې د ځکمې ښوېدو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، څلوېښت کورونه نړېدلي او لارې هم د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

ملاکنډ، چارسده، مانسهرې او دير کې هم د کوټو پرېوتو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي، بنو او بټګرام کې هم څلور تنه مړه شوي، د سوات بحرين سيمه کې د ورښتونو او سېلابونو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، زرګونه خلک په خپلو کورنو کې بند پاتې دي.

د ګلګت بلتستان په چلاس سيمه کې د کوټو پرېوتو له امله يوولس تنه مړه شوي او ګڼ نور ژوبل دي، د ځکمې ښوېدو له امله قرارقرم سوداګريزه لاره تړل شوې او سلګونو مسافر د لارې پر سر بند پاتې دي.kpk_rains_640x360_bbc_nocredit

د پوليسو په وينا نيلم دره کې هم د سېلابونو له امله د يوې کورنۍ پنځه ماشومان مړه شوي دي.

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې دوی هڅه کوي، د ورښتونو او سېلابونو له امله زيانمنو شوو کسانو سره مرستې وکړي او لارې خلاصې کړي، مګر د سختو بارانونو له امله دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x