نظــر

غربیان له دیموکراسۍ بیزاره شول

دیموکراسي ، دیموکراسي ، دیموکراسي . . . دا ددولس کاله خو په دې شعار غربیانو او لویدیځو مطبوعاتو زموږ  غوږونه راکاڼه کړل ، زموږ خلکو ته یې دغه بلا  هغه پدیده معرفي کړې وه ، چې داوبو او هوا غوندې ضرور ده ، او له دې پرته ژوند محال او مستحیل دی .

دمکتب له کتابه نیولې ، دپي آر ټي تر اخبار پورې هرڅه یې په همدې لغت راولړل ، راډیوګانې ، کتابونه ، او ټول مطبوعات یوازې دهمدې پدیدې ستایلو ته ځانګړي شوي ول ،تیر څو کاله غربیانو په راډیویي لیکچرونو کې ټوله ورځ همدا ګردانوله ، چې دیموکراسي دوه زره کاله پخوا په آتن کې زیږیدلې ، په لومړي سرکې په دوه قسمه ده مستقیمه او غیرمستقیمه ، دیموکراسي په اروپا کې بلوغ ته رسیدلې ،

دافغانستان دیموکراسي ځوانه دیموکراسي دي ، او دهندوستان هغه   لویه دیموکراسي  ، له دیموکراسي څخه  د غربي مبلغینو دژبو ورد جوړ شوی وو ، دسپیني ماڼې له بوشه  نیولې ، دازادۍ راډیو ترمستشرق نجیب منلي پورې ټولو په دیموکراسۍ ژبه ښوروله  ، ترڅو یې دافغانان په زړه او دماغ ومني .

دمصري امام حسن البناء له وړاندوینې سره سم ، له دیموکراسۍ څخه غربیانو سم بت جوړکړی وو ، چې نور خلک یې ددغه  بت عبادت او احترام ته هڅول ، مګر دجهالت د بتانو په اړه  ویل کیدل چې جاهلانو به  له خرماوو جوړو شویو بتانو ته  ډیر ځله عبادات کاوو خو که کله به  وږي شول او بل څه به نه وو نو بیا به یي خوړل .

وروستي جریانات ښيي چې غربیانو هم له دیموکراسۍ سره همدا چل کړی دی ، او په مصرکې یې هغه دیموکراسي خوړلې ده ، چې په نورو هیوادو کې ورته عبادت کوي .

په مصر کې تیرکال ددیموکراسۍ په رڼا کې دولسمشرۍ ټاکنې وشوې ، چې دغربیانو دمزاج خلاف اسلامي ګوند اخوان المسلمین وګټلې ، دا مهال غربیان په سخته ابتلا کې کیوتل ، یوې خواته  ټاکنې ددوی  د شعار دیموکراسۍ  په اصولو برابرې وې ، خو بله غاړه داسې چا ګټلې وې چې غربیانو ته یې خوند نه ورکاوو .

غربیان یو کال په همدې کشمکش کې وو چې څه وکړي ،  خو بالاخره  مجبور شول ، چې دخپلو ګټو لپاره په خپله مؤمن به  دیموکراسۍ  پښې کیږدي او یوه شیبه یې ناچله اعلان کړي .

په همدې بنیاد خو یي په مصر کې دخپلو ایجنټانو او معاش خور  پوځ په واسطه په دیموکراسۍ برید وکړ ، او دآتن او پاریس  لیلا ( دیموکراسي ) یې له ټولو دیموکراتانو سره زندان ته ولیږله  .

دبرتانیي پخوانی مشر ټوني بلیر چې اوس دمنځني ختیځ لپاره نړیوال استازی دی ، دلویدیځ فکر یو نماینده سیاستوال دی ، څرنګه چې نوموړی دغربیانو لخوا منځني ختیځ ته استازی ټاکل شوی ، نو په همدې بنیاد دنوموړي خبرې هم رسما دغرب دفکر نمایندګي کوي .

دبي بي سي عربي په استناد  ټوني بلیر دمصر دپیښې په اړه دبرتانیې له ابزرور  اخبار سره په مرکه کې ویلي دي ، چې دمصر پوځ مناسب ګام اخیستی ، ټوني بلیر په دې مرکه کې له دیموکراسۍ څخه هم رسما بیزاري اعلان کړې او ویلي یې دي ( یوازې دیموکراسي مطلوب نه ده ، بلکې فعال حکومتي سیستم مطلوب دی ، یوازي دیموکرات نظامونه  فعال سیستمونه نه دي ، بلکې غیردیموکراتیک نظام هم فعال حکومت کیدلای شي )

 څرنګه چې فعال حکومت غربیان یوازې هغه نظام ته وایي چې ددوی دګټو لپاره څرخیږي د ټوني بلیر  اشاره دلته دې ته ده  چې دوی ددیموکراسي شعار یوازې دخپلو ګټو لپاره استعمالوي ، اصل هدف دیموکراسي نه ده بلکې یوازې ددوی  دګټو سره سم  نظامونه   دي اګر که  دمصر  غوندي پوځي نظامونه وي .

د ټوني بلیر دا اعتراف څرګندوي  چې غربیان او محلي ډنډورچیان یې په دروغو دولس د ارادې او واک ډنډورې غږوي ، دوی ته اصلا دولس اراده هیڅ ارزښت نلري بلکې خپلې استعمارې ګټې ورته مهمې دي ، نوځکه  دضرورت په وخت کې دمصر غوندې له دیموکراسۍ څخه په ډاګه  بیزاري اعلانوي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x