ټولنیزه برخه

درسونه په کیسه کې لومړۍ او دوهمه برخه

ابراهيم مبارز

(۱) درسونه په کیسه کې

عایشة رضی الله عنها وایی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل زه پدې ښه پوهېږم چې کوم وخت را نه خوشاله یې او کوم وخت راته غصه یې! نو ما ورته وویل دا نو له کوم ځای نه مالوموې؟ نو هغه وویل کله چې رانه خوشاله یې! نو وایی چې نه داسې نده د محمد صلی الله علیه وسلم په رب مې دې قسم وي او چې کله په غصه یې نو بیا وایی چې نه داسې نده د ابراهیم علیه السلام په رب مې دې قسم وي
نو ما ورته وویل هو بالکل دغسې ده
په خدای یوازې ستا نوم نه یادوم ، “یانې نور څه خبره نه وي” (بخاری)
ـــــــــــــــــــــــ
درس
مطلب دا چې ژوند په یوه حالت نه تېریږي ستونزې خفګانونه، غلط فهمۍ پکې راځي نو پکار ده چې له یوبل سره ښه تعامل او چلند وکړو په ښو اخلاقو ، په ادب او حلم سره ژوند تېر کړو.

(۲) درسونه په کیسه کې

د یوه کلي خلک له قحط او لوږې سره مخ ول ، د دولت والي د قحط د له مینځه وړلو لپاره له خلکو حیرانوکې غوښتنه وکړه هغه دا چې چې زه د کلي مینځ کې یو لوي دېګی ږدم هر څوک باید یوه پیاله شیدې راوړي او په همدې لوی دېګ کې یې خالي کړي البته هر څوک به یې جدا جدا راوړي چې بل کس یې ونه وېني خلکو په شیدو راوړلو پیل وکړ بس د شپې ټول راتلل او پیالې یې په دېګ کې ور اړولې چې کله رڼا سوه نو والي صېب راغي د دېګ سر یې چې لرې کړ حیران سو ټولو خلکو پکې اوبه اچولې وې د شیدو بیخي څرک پکې نه لګېده
د دې لامل دا وو چې هر یوه دا فکر کاوو چې زه ب اوبه پکې واچوم هغه بل به شیدې نو پته به یې ونه لګېږي په همدې فکر ټولو کلیوالو اوبه راوړې وې هر یوه په بل اعتماد کړی وو، او هر یوه دا فکر کاوو چې یوازې ما اوبه راوړې خیر ها نورو به شیدې راوړې وي ، پایله یې داسوه چې والي صیب لاړ د دوی غم یې پرېښود قحطي پکې عامه سوه چا د نورو ستونزې نه لېدلې نو ډېر خلک پکې له مینځه لاړل.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
درس: په کارونو کې باید مستقل دریځ ولرو په نورو باید اعتماد ونکړو او نه نورو ته په تمه سو کنه پایله به یې خرابه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x