غزل: بار په غـــــاټولو، په سنځلو کـــډې بیرته راځي

.

غزل

بار په غـــــاټولو، په سنځلو کـــډې بیرته راځي

سږ پسرلی د زیړو ګلو کــــــډې بیرتـــــــــه راځي

ستاخمارو سترګونیولي دمورچل ګــــــــردونه

رانجه پښیمان دي ،دکجلو کډې بیرتــه راځي

مینو! زیری مي درباندي هغوي بیرته راغـلل

ترنک راغلي وو، دښکلو کډې بیرتـــــــه راځي

ستاسو یوه کډه ،دسلوکــــډو زړونه کــــــــاږي

زموږ کـــــه یوه ځي؛ نو ترسلو کډې بیرته راځي

تر مــــوږ راوړي دی بـــــادونو د اوښانــــو بړ بړ

سر په شپیلیو په بدلو کــــــډې بیرتــــــه راځي

دچنارونوڅانګو! پریږدئ فاتحې او سلګۍ

(تکل) ویلو دبلبلــــــو کــــــډې بیرتـــــه راځي

مولوي عبدالدیان تکل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.