د مرسي او السیسي دوروستۍ کتنې جزیات ( جالب )

عبد الفتاح السيسي ومرسي

دمصر الوطن ورځپاڼې ددې هیواد دلرې کړل شوي ، ولسمشر ډاکټر محمد مرسي او دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي  ترمنځ دوروستي ملاقات جزیات افشاء کړي ، هغه  ملاقات چې له امله یې په مصر کې وروستي بدلونونه رامنځته شول .

داملاقات  دولسمشر په توګه دښاغلي مرسي وروستی ملاقات بلل کیږي چې جزیات یې ډير جالب دي .

مصرۍ ورځپاڼه الوطن  د ډاکټر مرسي او السیسي ترمنځ شوې خبرې داسې رانقل کړې .

 

مرسي :  تاسو وینئ چې دحکومت په خلاف احتجاجونه روان دي ، په دې اړه دپوځ دریځ څه دی ، آیا تاسو به یوازې  تماشا کوئ او که به د قانونیت او مشروعیت ددفاع لپاره  مداخله وکړئ .

السیسي : د څه شي مشروعیت او قانونیت ؟ پوځ یوازې دملت دارادې تر شا ولاړ دی ، او باوري راپورونه وایي چې دمصر اکثره خلګ  تاسو نه غواړي .

مرسي : مګر زما طرفداران ډیر دي او غلي به پاته نه شي . . .

السیسي :  پوځ به هیچا ته د وطن دخرابولو اجازه ورنکړي .

مرسي : ښه ، که  واک پرې نږدم نو څه به وشي . . . ګوره اخوان المسلمین به کرار کېنني ، بلکې دنیا به ولړزوي ،  ما ته  تعین کړی یې او کولای شم  له خپلې دندې دې عزل کړم .

السیسي :  تاسو باید پوه شئ چې مسئله پای ته رسیدلې او ستا له لاسه وتلې ده ، کوښښ وکړه چې په عزت خپله دنده پرېږدې ، او د تهدید په ځای له خپلو طرفدارانو وغواړه چې دخونریزۍ  دمخنیوي په خاطر خپلو کورونو ته  واپس شي .

مرسي :  ښه … تاسو غواړئ زما به خلاف  نظامي کودتا وکړئ . . . ګورئ  که داسې وکړئ امریکا به مو پرینږدي .

السیسي :  زموږ لپاره خپل اولس مهم دی  نه امریکا ، او تاسو باید پوه شئ چې موږ داسې اسناد په لاس کې لرو چې تاسو او ملګري دې  دملي امنیت په خلاف په سازش تورنوي ، په دې اړه به دمصر عدلیه پریکړه کوي .

مرسي : ښه . . . زه څو ټیلفوني تماسونه نیسم ، بیا به خپله پریکړه اعلان کړم .

السیسي :  مګر تاسو کولای شئ یوازې له خپلې کورنۍ سره ټیلفوني تماس ونیسئ ، ترڅو ستاسو په اړه اندیښنه ونه کړي .

مرسي :  ستاسو مطلب دادی چې  زه زنداني یم ؟

السیسي : تاسو له دې لحظې ایسته د امنیتي ځواکونو ترنظارت لاندې یاست . . .

مرسي :  ګوره دا ګمان ونه کړې چې اخوان المسلمین په  ارام کیني ، هغوی به دنیا وښوروي . . .

السیسي : په هغه صورت  کې به تاسو دمصر دپوځ غبرګون ووینئ ، موږ نه غواړو  اخوان المسلمین له صحنې وباسو ، اخوان المسلمین زموږ د ټولنې یوه برخه ده ، او تاسو ته وایم چې دغه خلک دخپل جنګ داور لپاره دلرګو په حیث مه استعمالوه ، که چیرې رښتیا دې په هغوی زړه سوزي ، نو واک پریږده او هغوی ته ووایه چې خپلو کورونو ته ستانه شي .

مرسي :  زه واک نه پریږدم  دمصر اولس ټول له ماسره دی . .

السیسي : . . . په هرحال ما تاسو ته  خپل نصیحت وکړ . . . ستاسو لپاره نور هیڅ مشروعیت نه دی پاته ، او ځان باید دپوځ په ولکه کې وبولئ .

مرسي :  که واک پریږدم  نو بیا . .  ایا ماته  به دافرصت وي چې له هیواده بهر ووزم او په ما څوک کار ونلري . . .

السیسي :  په دې اړه کومه ټاکلې وعده نه شم درکولای ، په دې اړه به دمصر محکمه فیصله کوي .

مرسي : ښه چې داسې شوه ، تاسو به ووینئ چې زه څنګه جنګ پیلوم ، او دابه هم ووینئ چې څوک بریالي کیږي . .

السیسي :  اولس . . . اولس به بریالی کیږي .  (تاسو له همدې شیبې محبوس یاست ) او له همدې خبرې سره السیسي له  اطاقه ووت .

 له دې ملاقاته وروسته  السیسي پوځ ته امر وکړ ، چې کودتا پیل کړي ، او مرسي له  خپل ځای څخه دپوځ یوې خوندي قرارګاه ته نقل کړي .

 

یادونه : دغه خبرې په یوه معتبره مصري ورځپاڼه الوطن کې راغلي چې نن ټکی اسیا یي صحت  یا سقم نه شي تاییدولی .

آر لینک

http://www.elwatannews.com/news/details/219627

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د