شعـــــرونه

خوب مي لید: سيد الهام

 سيد الهام
خوب مي لید چا مسلمان وژلی وي
له دې غمه شین آسمان لوېدلی وي
 تور دوګی اورنه بل په چنارو و
بس کتل ورته خپګان دسپينو زړو و

خاص همدغسي انځور دکنډوالو
 و
که کوم چا افغانستان لیدلی وي
مؤمنان ټول ملامت په درست عالم وي
بې ارزښته وي هر لورته مل یې غم وي

کربلاوي لوږې تندې وي ماتم وي
وي راضي چاچي ایمان پلورلی وي
په ټينګ عزم راوتلي مظلومان وي
یو دوه نه وي بې حساب لکه مرغان وي

هریوه کړی له ځان سره پیمان وي
درد او غم یې امتحان ګڼلی وي
سم محشر وي پریشاني وي ځانځاني وي
غلیم کټ مټ د لیوه غوندي وحشي وي

هره خوا الهامه ویر وي ځوانمرګي وي
طالب غیږه کي قرآن نیولی وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x