افغانستان

ګوګل دموبایلونو لپاره د طالبانو پرمختللی پروګرام له منځه وړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): ګوګل د طالبانو هغه پرمختللی پر لیکه پروګرام خراب کړی چي د ځیرکو موبایلونو لپاره جوړ سوی وو.

د طالبانو دغه پرمختللی پروګرام په امریکا کي د (SITE) په نامه هغه ګروپ ریپورټ کړی وو چي د جهادي ډلو ټولنیزي پاڼي څاري، د پښتو ژبي دغه پروګرام د طالبانو رسمي اعلامیې، ورځني خبرونه، د طالبانو جهادي ویډیوګاني او ترانې په اسانه توګه خپرول.

د ګوګل ویاندي د یکشنبې په ورځ ومنل چي دوی د طالبانو دغه پروګرام له منځه وړی دی.

د طالبانو دغه پروګرام ددوی د ډیجیټل کمپاین هغه هڅه ده چي غواړي په همدې توګه په نړۍ کي خپل محبوبیت زیات او نړیوال ځانته راجلب کړي، طالبان یوه پرلیکه ویب پاڼه لري چي د انګلیسي او عربي په ګډون په پنځو ژبو خپروني کوي.

طالبان همدارنګه د ویب پاڼي ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر او فیسبوک پاڼي لري چي روزمره تازه خبرونه خپروي، د طالبانو ویب پاڼه او د ټولنیزو رسنیو پاڼې ډیر ځله له منځه وړل سوي خو ددغي ډلي د رسمي او غیر رسمي کارکوونکو له لوري بیرته فعالیږي او خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ص

وکفی بالله وکیلا!

جمیل انوري

هو بېشکه یوه رښتوني وسیله چې مسلمانان ترې خبریدل خو اوس هم الحمدلله دطالبانو رسمي ویب سایټ http://www.alemara1.org یو ښه ویب سایټ دی چې ډیر مسلمانان یې بې له کومي ناغې پرته ګوري او خوند ترې اخلي

طالبان وروڼه باید ډیرمتوجه شي کوم بل ځای دا اپلوکیشن پورته کړي ، الله تعالی دي توفیق ورکړي

الحاج استا ذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! وسایل د الله ج د مرستو مقابل کی یوه ذ ره ارژشت نه لری ، که یی لرله ، د غلامانو او بادارانو ټول وسایل او حتی روزنه د طالبانو د وسایلو او روزنی سره د مقایسی وړ هم نه ده شمیر یی ورسره نه مقایسه کیږی اکمالات او پلانونه یی ورسره دمقایسی وړ نه دی مګر سره له دی هم طالبان د بریاوو په اړخ کی قرار لری همدغه ګوګل چه یی کاروو ، هم د الله ج معجزه وه ، جه د هغوی وسیلی یی کارولی ، غه وسلی چه تری اخلی او… نور لوستل »

عبدالله

په افغانستان کی الاماره ویبسایت د تولو شبکو له خوا بلاک شوی دی کار نه کوی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x