ژباړن: عطامحمد مياخېل

د میلان کوندرا پنځوس خوږې خبرې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ له اندازې ډېره رښتینولي، هېڅکله ښه پایله نه لري .

۲ ـــ کله وخت د انسانانو سرنوشت له مرګ څخه یې مخکې پای ته رسېږي .

۳ ـــ دښمنان نه دي، چې انسانان په یوازېتوب او انزوا محکوموي، بلکې دوستان دي .

۴ ـــ هغه انسانان څومره مینه ناک دي، چې خپلو خبرو ته ورته دي .

۵ ـــ هېڅکله د ځان په اړه ډېرې خبرې مه کوه، ځکه چې ډېر ژر یې بوی پورته کېږي .

۶ ـــ هېڅ څیز له دې څخه غوره نه دی، چې لږ تر لږه په ژوند کې دې یو کس ولرې، چې د زړه له کومې ورسره مینه ولرې او د زړه له کومې تا مهربان وګڼي .

۷ ـــ کله چې زړه د خبرې کولو له پاره خپلې شونډې پرانیزي، نو له پوهې سره دا نه ښایي، چې بانه وکړي .
  

۸
ـــ که چېرې ناخبره یو، بې ګناه یو ؟ آیا هغه ناپوه انسان چې د ځواک پر تخت باندې یې تکیه کړې، د ناپوهۍ په بانه، له هرډول مسؤولیت څخه لرې دی ؟

۹ ـــ مینه یوې امپراطورۍ ته ورته ده، هغه فکر چې د هغې پر بنسټ را منځته شوی وي له منځه لاړ شي، نو مینه به هم له منځه لاړه شي .

۱۰ ـــ که چېرې د مینې له لاسه ورکول د یوه لامل پر بنسټ وي، موږ تسلیمېږو، خو که چېرې پرته له کوم لامل څخه مینه له لاسه ورکړو، نو هېڅکله به ځان ونه بښو .

۱۱ ـــ هېڅ څیز په ټول توان سره د ناتوانۍ له مخې د منډې وهلو په پرتله سپکوونکی نه دی.

۱۲ ـــ هغه مهال چې انسان ته موخه ارزښت ونه لري، نو پوښتنه نه کوي، چې چېرته ځي.

۱۳ ـــ مینه کول له ځواک څخه د سترګو پټول دي .  

۱۴ ـــ ښکلا وروستۍ انساني بریا ده، چې نوره هیله نه لري .

۱۵ ـــ هېڅکله نه شو کولای، هغه کړنه چې یو ځل مو له لاسه وتلې وي، بېرته یې تر لاسه کړو .

۱۶ ـــ تاریخ لیکونکي د ټولنې تاریخ لیکي، نه د انسان تاریخ .

۱۷ ـــ له یو چا سره د همدردۍ له مخې مینه کول، حقیقي مینه نه ده .   

۱۸ ـــ که د ژوند لومړی تمرین، خپله ژوند وي، نو ژوند ته کوم ارزښت ورکولای شو ؟

۱۹ ـــ هېڅکله باید پرېنږدو، چې راتلونکې د تېرو وختونو د پښو لاندې له منځه لاړه شي .

۲۰ ـــ دښځو له پامه غورځول ستر کفر او د الله (ج) مخلوق ته ستره بې احترامي ده .

۲۱ ـــ ژوند یو ځل دی او موږ هېڅکله ونه شو کولای، چې د سم او ناسم هوډ ترمنځ توپیر وکړ؛ ځکه چې موږ په هر ډول شرایطو کې یوازې یو ځل کولای شو، چې تصمیم ونیسو، ژوند دوه ځله، درې ځله او یا هم څلور ځله موږ ته نه را کول کېږي، چې دا زموږ له پاره شونې کړي، تر څو خپل بېلابېل هوډونه سره پرتله کړو .

۲۲ ـــ شک او تردید یو طبیعي امر دی، انسان هېڅکله له هغه څه څخه چې باید وې غواړي خبر نه دی، ځکه ژوند یو ځل دی او نه شي کولای، چې هغه له تېرو ژوندونو سره پرتله او په راتلونکې کې یې سم کړي .

۲۳ ـــ که چېرې موږ د مینې کولو وړتیا نه لرو، کېدای شي دلیل یې دا وي، چې له نورو څخه دا هیله لرو، چې موږ ته مینه راکړي، پر ځای د دې چې له ادعا او هیلې پرته، خواته یې ورشو او یوازې د حضور غوښتونکي یې واوسو .

۲۴ ـــ له ماشومتوبه را بهر کېږو، پرته له دې چې وپوهېږو ځواني څه ده. واده کوو، بې له دې چې وپوهېږو متاهلي څه ده  او حتا سپین ږیري کېږو، نه پوهېږو چې چېرته ځو، نو له دې امله انساني ځمکه د بې تجربګۍ سیاره ده .

۲۵ ـــ انسان د داسې نړۍ غوښتونکی دی، چې پکې خیر و شر په ښکاره ډول تشخیص شي، ځکه چې په هغه کې ذاتي تمایل، سرغړونه او له پوهېدو مخکې قضاوت شتون لري .

۲۶ ـــ هغه څه چې د یوې ټاکنې پایله نه وي، نه شو کولای، چې وړتیا یا ناکامي ورته ووایو، د داسې تحمیلي وضعې په وړاندې باید سم چلند وکړو .
۲۷ ـــ انسان چې هر څومره په خپله دنننۍ تیاره کې ژوند وکړي، په هماغه اندازه یې ظاهري بڼه مړاوې کېږي .

۲۸ ـــ هغه څه چې روزل شوی فرد له ځانه پوه شوي فرد څخه جلا کوي، د پوهې پراختیا نه بلکې په ځان باندې باور دی .

۲۹ ـــ مرګ یوه ساده پېښه ده، چې د نورو پېښو په څېر په ډېرې آسانۍ را منځته کېږي .

۳۰ ـــ حتا تر ټولو ساده اورېدونکي هم هغه څه چې تېرېږي، لږ یا زیات یې تشخیصولای شي.

۳۱ ـــ موسیقي په خپل پېچلي شکل کې هم یوه ژبه ده .

۳۲ ـــ خلک یوازې د دې له پاره غواړي، چې په راتلونکې کې ارباب شي، چې تېر وختونه بدل کړي .

۳۳ ـــ کله چې انسان کتار پرېږدي، د دویم ځل له پاره کولای شي، چې ورته را وګرځي، مګر کله چې کړۍ ( دایره ) تړل کېږي، نور نو د راتګ لاره شتون نه لري .   

۳۴ ـــ  خلک تل چیغې وهي، چې غواړي غوره راتلونکې جوړه کړي، مګر دا حقیقت نه لري، راتلونکې نسبت ټولو ته بې مینې تشیال ( خلا ) ده .

۳۵ ـــ له ښو احساساتو څخه کولای شئ په ډېرې آسانۍ د سترو وحشتونو د توجیې له پاره کار واخلئ .

۳۶ ـــ یو ځل حساب نه دی او یو ځل د هېڅ وخت په څېر نه دی .

۳۷ ـــ د هغه چا مجازات کول، چې نه پوهېږي څه کوي، د وحشت نښه ده .

۳۸ ـــ هغه کس چې د همدردۍ ( ګډ احساس ) وړتیا نه لري، په ډېره سړه سینه د نورو چلند محکوموي .

۳۹ ـــ د سم هوډ د تشخیص له پاره هېڅ وسیله شتون نه لري، ځکه چې هېڅ پرتلنه شونې نه ده .

۴۰ ـــ تاریخ د بې دوامه بدلونونو پرله پسې کېدل دي .

۴۱ ـــ وحشت د یوه ګوزار حالت لري، دا هغه شېبه ده، چې انسان هېڅ څیز نه ویني، په وحشت کې د هېڅ ډول ښکلا اغېز نه تر سترګو کېږي او انسان یوازې د سختو پېښو رڼا ویني، چې ورته سترګې په لاره دی .

۴۲ ـــ بشري وخت کړییز نه تېرېږي، بلکې په مستقیم خط پرمخ ځي، نو له دې امله انسان نه شي کولای چې نېکمرغه واوسي، ځکه چې نېکمرغي تکرار ته تمایل لري .

۴۳ ـــ فکرونه هم د خلکو ژوند ژغوري .

۴۴ ـــ انسان هېڅکله هغه څه نه دی، چې فکر کوي دی .

۴۵ ـــ انسان فکر کوي، خو په حقیقت نه پوهېږي .

۴۶ ـــ برخلیک اوسپنیزه مرمۍ ده، چې زموږ د پښې په ښنګري پورې تړلې ده .

۴۷ ـــ مهرباني د مصنوعي فضا د رامنځته کولو په مانا ده، چې په هغې کې له نورو سره باید د ماشوم په څېر چلند وشي .        

۴۸ ـــ هره شېبه د هغې کوچنۍ نړۍ ښکارندوی ده، چې لا چاره په راتلونکې شېبه کې هېرېږي .

۴۹ ـــ د ناول روح، پېچلی روح دی، هر ناول لوستونکي ته وایي څیزونه له هغې څخه پېچلي دي، کوم چې ته یې فکر کوې .

۵۰ ـــ نظامي جامي هغه څه دي، چې موږ یې نه ټاکو، بلکې زموږ له پاره ټاکل کېږي او دا د فرد د بې ثباتۍ په وړاندې هماغه ټولیز ثبات دی .
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د