شعـــــرونه

ریان شهیده: حبيب الله جلالي

حبيب الله جلالي

الله دي در کړي جنتونه  قدردان شهیده
هېر به دي نکړو ګران  بشیراحمد ریان شهیده

ته مو هستي ته مو د سترګو رڼا یې وې ژوندکي
خداي خو دي در کړي خپل دیدار، حوري، غلمان شهیده

په جدايي دي یو غمجن په شهادت باندي نه
موږ دي هم یوستا په قدم باندي روان شهیده

زړه کي مو تل وې تل به اوسې اې محصله یاره
په استعداد باندي دي ویاړو اتل ځوان شهیده

ته دملت لویه هستي وي  د تعلیم میدان کي
ستا کتابونه دي  ډيوې موږ  پتنګان شهیده

زه جلالي دي صبر غواړم کورنی ته ګرانه
له لبه واړه در پسې یو پریشان شهیده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x