نړۍ

مصر کې مظاهرې په وسلوالو نښتو اوښتي دي

له مصر څخه وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي ، چې په دې هیواد کې داخوان المسلمین لخوا پیل شوې مظاهرې دپوځیانو د ډزو له امله په وسلوالو نښتو اوښتي دي ، راپور وایي سهار چې کله مظاهره کوونکي دجمهوري ګارډ مقر ته نږدې په لمانځه ولاړ وو  پوځیانو ورباندې برید وکړ او څوتنه مظاهره کوونکي یې شهیدان کړل ، له دې وروسته یوشمیر مظاهرین له پوځیانو سره ونښتل ، چې له دواړو خواوو وسلې استعمال شوې .

داخوان المسلمین یوه تن چارواکي رویتر اژانس ته ویلي چې په سهارني برید کې یې ۳۴ تنه  پلویان شهیدان شوي ، دمصر د پوځ ویاند ویلي چې په سهارنیو جګړو کې دپوځ یو ضابط وژل شوی او ۴۰ نوربوځیان ټپیان دی ، نوموړي ویلي چې پوځ ۲۰۰ تنه مظاهره کوونکي نیولي ، او دجمهوري ګارډ مقر ته نږدې سیمه یې له مظاهره کوونکو تخلیه کړې ده .

په مصر کې داسلامپالو مظاهرو هغه وخت زور واخیست کله چې څو ورځې وړاندې ددې هیواد ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي دسیکولرانو دمظاهرو نه وروسته دپوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لرې شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x