افغانستان

غزنی: د ترافیکي پېښي او ډزو له امله ۱۱ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي او ډزو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

پېښه نن سهار مهال شاوخوا ۱۰ بجې د اندړو ولسوالۍ په کوټه سنګي سیمه کي هغه وخت رامنځته سوي کله چي د ملکي خلکو ټونس موټر او د ملي اردو پوځي موټر یو د بل سره وجنګېدل، په دغه ترافیکي پېښه کي یو تن وژل سوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ټپيان سوي دي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت رسنیو ته وویل چي د پېښي د ځای څخه دوی ته د یوه تن جسد چي په مرمیو ویشتل سوی او لس تنه ټپيان ور وړل سوي، په ټپيانو کي ۶ سړي، درې ښځي او یو ماشوم شامل دي.

ګمان کیږي چي د ملي اردو سرتیرو د ټکر پر مهال ډزي کړي او یو تن مسافر یې وژلی دی، په یاده ترافیکي پېښه کي د ملي اردو سرتیرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په غزني کي د ملي اردو چارواکو د پېښي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x