د ملا محمد عمر ورور او زوی په لوړو دندو ګمارل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد ورور او زوی د طالبانو د نوي مشر او ددغه ډلي د رهبري شورا له لوري په لوړو دندو ګمارل شوي دي.

د طالبانو له سرچینو څخه په ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي چې نن د طالبانو د رهبري شوری غړیو او د دغه ډلي د مشرتابه له لوري یوه ناسته وشوه چې په کښي زیات شمېر پوځي قومندانانو هم ګډون درلود.

په خبر کې واضح نه دي ویل شوي چې ایا د طالبانو اوسني مشر ملا اختر محمد منصور په غونډه کې ګډون درلود او کنه، خو طالبان اوس د نوموړي پر مشرتوب باندي متفق شوي او د مشرتابه خطاب ورته کوي.

د ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ د دوه مهمو غړو په اړه ویل شوي چې دواړو ته د طالبانو په رهبري شوری کې غړیتوب ورکړه شوی او ورسره د ملا عبد المنان (عمري) ته د دعوت او ارشاد کمیسون ریاست سپارل شوی، بل خوا د ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب (مجاهد) ته هم د رهبري شوری د غړیتوب تر څنګ د افغانستان د ۱۵ ولایتونو د نظامي مسؤولیت دنده سپارل شوې.

په خبر کې ویل شوي چې دواړو نن رسما په کار پیل وکړ.

د طالبانو دعوت او ارشاد کمیسون د دوی په وینا په هیواد کې دننه او بهر هغه افغانان د طالبانو لیکو ته را جلبوي چې ددولت سره کار کوي او یا هم ورسره خواخوږي لري. دغه کمیسون دادنده هم لري چې د طالبانو مخالف افغاني جهتونو سره وګوري او دهغوی څخه د مخالفت پرېښودلو غوښتنه وکړي.

بل لوري ته طالبانو د افغانستان نظامي حلقې په دوه تقسیم کړي چې شمال او جنوب راځي، او دواړو حلقو ته یې ځانګړي مشران ټاکلي. د طالبانو له لوري په خپاره شویو معلوماتو کې نه دي ویل شوي چې مولوي یعقوب به د کومي حلقې مسؤولیت په غاړه لري.

د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور تر ټاکل کېدو وروسته یو شمېر طالب مشرانو استعفاوي ورکړې، خو ویل کیږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا طالبان تر یوه قیادت لاندي را ټول شوي.

تېره اونۍ د طالبانو یو بل پوځي قومندان او پخواني نظامي مسؤول ملا عبدالقیوم ذاکر هم خپل بیعت اعلان کړ، نوموړي په ګوانتنامو کې هم وخت تېر کړی او د ملا اختر محمد منصور په مخالفینو کې تر ټولو مؤثر او مهم شخص بلل کیدی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

ډيري سترې سترې دندي ورته سپارل شوي دي ، الله تعالی دي وکړي چې په ښه توګه خپل کارونه ترسره کړي ، ګمان نه کوم چې ددوی تجربه دي دومره زیاته وي ، خو چې دمشرانو له لوري داوظیفه ورکړل شوي زموږ په سرسترګو قبول دي ، الله رب العزة دي په دواړوکې دمرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله تعالی غوندي استقامت پیداکړي ، الله تعالی دي یې مل شي ، الله تعالی دي یې په هرډګر نصرت اوحفاظت وکړي ، الله تعالی دي یې غیبي مدد وکړي ، الله تعالی دي خپله رضا ورنصیب کړي ، الله تعالی دي مسلمانانوته اتفاق… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

انوری صاحب السلام علیکم ! دغه دندی چه په دی یوویشتمه پیړی کی د اسلامی امارت یو مجاهد هم تر سره کوی ډیره درنه دنده ده په ځانګړی هغه چه تر عادی مجاهدینو یی دنده پورته ده یعنی د نظم او نسق په راست کی قرار لری د هغوی د ندو د پاره چه شل او سل ځلی دکتوری هم تر لاسه کړی ډیری درنی ، پیچلی او له خطره ډکی دندی دی ، په اوایلو کی داسی فکر کیدلو چه دوی خپله دفاع هم وکړی لویه خبره ده ، دا چه د هغو په لویو لویو نظامی بیسونو یی… نور لوستل »

ساجد ستاینوال
میلمه
ساجد ستاینوال

دلویو خلکو لوی کارونه وي! توبه خدایه څومره لوی فکر دئ. کله چي یې مخالفت وکړ، هیڅ پروا یې چا نه لرل او نه هم یوه ذره دسترو کارونو مخه ډب شوه خو کله چي بیعت کیږي بیا هم مشروط نه دئ خو داچي استعداد سته بېرته لویي دندي ورسپارل کیږيږ امارت ثابته کړې ده چي ددې ستر کاروان دندي هیڅ کله دقوم ، نسب او مصلحت امیزه نه دي، دا زما یقین دئ چي یادي دندي داستعداد پر معیار ورکول شوي دي. یا الهي ! ستا د توفیق پرته هيح شی لاسته نه راځي، توفیق ورکړې چي خبل مسؤلیت… نور لوستل »

سبا ظاهر
میلمه
سبا ظاهر

ډیر ښه خبر ده الله ج د په خپلو فعالیتونو کی بی پایه نصرت ور په بر خه کړی.