ورزش

د پاکستان د کرکټ لوبډلې مشر رزوونکی وقار یونس استعفاء وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزوونکی وقار یونس په نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان کرکټ بورډ په وړاندیزونو عمل نه کولو له امله استعفاء وکړه.

وقار یونس شیبه وړاندې د پاکستان په لاهور ښار کې له رسنیو سره خبرو پر مهال وویل چې په رسمي ډول له خپلې دندې استعفاء کوي.

وقار یونس رسنیو ته وویل چې نوموړی له خپلې دندې په نړیوال شل اوریز جام او اسیا جام سیالیو کې د ماتې له امله استعفاء نه کوي بلکه له دې امله چې نوموړی د کرکټ بورډ په وړاندیزونو عمل نه دی کړی او کرکټ ته يي زیان اړولی استعفاء کوي.

نوموړی له هغو لوبغاړو څخه چې ورسره ۱۹ میاشتې تمرین کړی و مننه وکړه او وویل چې نوموړی د لوبډلې پیاوړې کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه.

وقار یونس د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزوونکی له دندې څخه په داسې حال کې استعفاء وکړه چې د قرارداد ۳ میاشتې يي لا هم پاتې دي.

وقار یونس په اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستانۍ لوبډلې تر ټولو خراب لوبې له امله تر سختو نیوکو لاندې نیول شوی و او د پاکستان عامو خلکو هم په یوه خوله د نوموړې د استعفاء غوښتنه کوله.

وقار یونس رسنیو ته وویل چې د خلکو د رخصتولو سره هیڅ هم نه ښه کیږي، که چیرې زما له بیرته تلو سره ستونزې حل کیږي نو زه به ولاړ شم، ټول رخصت کړئ خو د سیسټم بهتره کولو اړتیا ده، تر هغې پورې چې اصلي ستونزو ته پاملرنه ونکړو هیڅ به هم سم نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x