
غزل: سردار محمد عيار
سر دار محمد عيار
ژوند به مې ښکته له اوږو شي او ښکلا به واخلي
د ټکي غوڅ لاس به راشنه شي او ، معنا به واخلي
ژوند د غربت غېږ کې کرلی یم ارزان به یمه
دغه څېره به دغسې نه وی ، بها به واخلي
د دې مړژواندی د حالت له دایرې به ووځې
ستوری د ژوند به مو ځلا وکړي، رڼا به واخلی
دلته یو چا د یو تربور ساه راوستلې خولې ته
لاس یې ترې تاؤ له مرۍ نه وایي، سا به واخلي
دا غورځېدلی به سبق د پاڅېدو ووایي
عیار ، به دنګ شي د قامت و قد، هوا به واخلي
سردار محمد عیار